د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار پوهنتون کې له ۶مې تر ۸مې فبرورۍ د پاکستانۍ وظیفو ازموینې دي


په جلال اباد کې د پاکستان جنرل کونسل عابدالله د ننګرهار پوهنتون له رییس پوهاند خلیل احمد بهسودوال سره د فبروري په څلورمه نېټه د لیدنې پر مهال
په جلال اباد کې د پاکستان جنرل کونسل عابدالله د ننګرهار پوهنتون له رییس پوهاند خلیل احمد بهسودوال سره د فبروري په څلورمه نېټه د لیدنې پر مهال

ټاکل شوې چې د فبروري له شپږمې تر اتمې نېټې پورې له افغان زده کوونکو څخه په پاکستان هېواد کې د بېچلر ډګرۍ (لسانس)، ماسټرۍ او ډاکټرۍ زده کړو وظیفو (بورسونه) لپاره په ننګرهار پوهنتون کې ازموینه واخیستل شي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي، په همدې موخه په جلال اباد کې د پاکستان جنرل کونسل عابدالله د ننګرهار پوهنتون له رییس پوهاند خلیل احمد بهسودوال سره د فبروري په څلورمه نېټه د لیدنې پر مهال د پاکستان هېواد سکالرشيپونو (بورسونو) ته د اخيستونکې ازموينې، د زده کوونکو د ویزو ورکولو، د تعلیمي اسنادو د ارزونې او د يو شمېر نورو مسايلو په اړه خبرې وکړې.

یاده دې وي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق د جنورۍ پر ۱۰مه پر ټوېټر ليکلي چې دا امتحانونه د جنورۍ له ۱۵مې څخه تر ۱۹مې کېدل چې ښايي په فبرورۍ کې وشي چې وروسته به یې په اړه نور معلومات خپرېږي.

نوموړي د دې ځنډ لامل نه وو ښوولی.

د صادق په خبره، هر کال ورکول کېدونکي دې سکالرشېپ لپاره دا ځل ۲۲،۰۰۰ افغانانو غوښتنليکونه ورکړې دي.

د کابل یو زده کوونکی مطیع الله حکیمي چې د اسلام اباد په نړیوال اسلامک پوهنتون کې په څوارلسم کې په خپله خرڅه زده کړې کوي، وايي او اوس يې د شپاړسم لپاره دغه سکالرشېپ ته غوښتنلیک ورکړی دی او که یې وشو نو خپلې لوړې زده کړې به په ښه توګه ترسره کړي.

د نوموړي په وینا دا مهال مالي ستونزې لري.

د مېدان وردګو محمد بصیر کریمي بیا د اسلام اباد په بحریه پوهنتون کې پر سکالرشېپ دی. دی زیاتوی چې د بورس په دغه پیسو د خپلو زده کړو، استوګنې او د جیب خرڅه پوره کوي.

د پاکستان حکومت وخت په وخت افغان زده کونکیو ته د لوړو زده کړو لپاره بورسونه (سکالرشېپونه) ورکوي او سږ کال یې هم د ملک په بېلابېلو پوهنتونونو کې د افغان زده کوونکو لپاره ۳،۰۰۰ سکالرشېپونه اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG