د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کورونا مخنيوي واکسين پرضد پروپاګند خپرول ولس له خطر سره مخامخوي'  


د پاکستان حکومت وايي، د کورونا وایرس ستنې به ولس ته وړیا لګول کېږي.
د پاکستان حکومت وايي، د کورونا وایرس ستنې به ولس ته وړیا لګول کېږي.

د پاکستان په ټولو صوبو کې د کورونا وايرس وبا د مخنيوي لپاره د واکسينو ورکولو رسمي کمپاين د روان ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ له درېيمې نېټې پیل شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فېبرورۍ پر دويمه ناوخته په اسلام اباد کې د واکسين ورکولو کمپاين پرانسته وکړه او زياته یې کړه چې دا واکسين به په لومړي پړاو کې روغتيالا پالانو ته ورکول کېږي ځکه هغوی د ناروغانو د درملنې له کبله له زيات خطر سره مخامخ وي.

د نوموړي په وينا په دويم پړاو کې به دا واکسين د زيات عمر لرونکو کسانو ته ورکول کېږي.

پاکستان ته د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه د چينايي شرکت (ساينوفام) د پينځه لکه کورونا ضد واکسين خوراکونه ورسېدل.

په پاکستان کې د کورونا ضد واکسين کپمين پيل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د وزيراعظم وينا وه چې واکسين به څلورو واړو صوبو ته په منصفانه ډول ورکول کېږي.

په پاکستان کې ځېنې خلک د کورونا واکسين په اړه د توهماتو او پروپاګند ښکار دي او د ناسم معلوماتو لرلو له کبله واکسين لګولو ته زړه نه ښه کوي.

په دې اړه پر ټولنيزو رسنيو ځېنې ويډيوګانې هم لاس پر لاس کېږي چې پکې دا ډونډوره خپرول کېږي چې د واکسين په لګولو سره د خلکو څارنه کېږي.

په کوټه کې د فاطمه جناح چېسټ اېنډ جنرل هسپتال د سينې او نري رنځ ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر شيرين خان دا ډنډوره ناسمه ګڼي او وايي چې واکسينونه يوازې د وايرسونو او نورو ناروغيو د مخنيوي لپاره جوړېږي.

"په نړۍ کې چې د هرې ناروغۍ خلاف واکسين جوړېږي نو مقصد یې د خلکو ژغورل دي. هر واکسين د مرض د مخنيوي خپل استطاعت لري. ځېنې يې ۱۰۰ فيصده ژغوري، ځېنې ۹۰، ۸۰ يا ۷۰ فيصده او داسې نور."

د نوموړي په وينا، د کورونا وايرس مخنيوي واکسينونه هم بېل ډولونه لري او هر يو يې له خپلې فيصدۍ سره سم د خلکو ساتنه کوي.

ډاکټر شيرين زياتوي چې په لومړي سر کې يوشمېر خلکو د کورونا وجود هم نه مانه خو وروسته چې يې په خپلو سترګو وليدل نو زړه يې ومنل.

له دې وړاندې په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي واکسين په اړه هم ورته اوازې او پروپاګند خپور شوی چې ګواکې دا واکسين د انسان د اولاد پيدا کولو قوت کمزوری کوي. خو ډاکټران دا هر څه ناسم ګڼي او له خلکو غوښتنه کوي چې د وايرسونو او ناروغيو د مخنيوي لپاره دې واکسين وکاروي.

د کوټې په بولان مېډيکل يونيورسټي کې د نفسياتو د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر غلام رسول وايي چې په خلکو کې د بدګمانۍ يا ناسمې انګېرنې درې مهم لاملونه دي.

"اول دا دی چې ته معلومات نه لرې. دويم که ته معلومات لرې نو په ښه طريقه يې نه شې رسولای او که چيرې ويې رسوې نو ته يې د پوهولو تجربه نه لرې."

نوموړی زياتوي چې د دې بدګمانيو يا غلطو انګېرنو مخنيوی هغه وخت کېدلای شي چې اغېزناکه طبقې ته به تعليم، پوهه او خبرتيا ورکوې او د هغوی روزنه به کوې.

د کوټې په بولان مېډيکل يونيورسټي کې د نفسياتو د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر غلام رسول وايي چې په خلکو کې د بدګمانۍ يا ناسمې انګېرنې درې مهم لاملونه دي.
د کوټې په بولان مېډيکل يونيورسټي کې د نفسياتو د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر غلام رسول وايي چې په خلکو کې د بدګمانۍ يا ناسمې انګېرنې درې مهم لاملونه دي.

د ډاکټر غلام رسول په خبره، "د ولس له ايډيال خلکو به پيل کوې. لکه لومړی به د سيمې ډاکټر، مُلا، سياستوال يا داسې نورو کسانو ته واکسين ورکوې چې خلک يې وويني چې که دی فرضاً واکسين لګوي نو زه يې هم بايد ولګوم."

نوموړی زياتوي ډاکټرانو ته په لومړي سر کې د واکسين ورکولو يو لامل دا هم دی چې نور خلک يې په خپلو سترګو وګوري چې دا هېڅ ډول تاوان نه لري.

د پاکستان اسلامي نظرياتي شورا مشر پروفېسر ډاکټر قبله اياز بيا وايي چې د ناروغيو له درملنې خلک راګرځول يا پر ضد يې منفي ډنډوره خپرول د اسلام ضد کار دی.

"دا ښه کار نه دی چې ته خلک خطراتو او ناروغيو ته مخامخ کړې، بلکې کورونا خو اوس ناروغي نه ده، يوه وبا ده. نو يقيناً چې دا د انسانيت خلاف يو ډېر لوی جرم دی. دا ډول کارونه کول د خدای مخلوق ته عذاب او تکليف ورکول دي. نو يقيناً چې خدای پاک داسې انداز نه دی خوښ کړی."

د پاکستان اسلامي نظرياتي شورا مشر پروفېسر ډاکټر قبله اياز بيا وايي چې د ناروغيو له درملنې خلک راګرځول يا پر ضد يې منفي ډنډوره خپرول د اسلام ضد کار دی.
د پاکستان اسلامي نظرياتي شورا مشر پروفېسر ډاکټر قبله اياز بيا وايي چې د ناروغيو له درملنې خلک راګرځول يا پر ضد يې منفي ډنډوره خپرول د اسلام ضد کار دی.

د پاکستاني وزيراعظم د روغتيا چارو سلاکار ډاکټر فيصل سلطان ويلي چې نوموړی هيله لري چې د روان ۲۰۲۱ز کال تر پايه به د پاکستان په څه باندې ۲۲۰ میليونه نفوس کې شاوخوا ۱۰۰ میليونه (۱۰ کروړه) اړو وګړو ته کورونا ضد واکسين ورکړل شي.

له دې وړاندې د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې وار له مخه لا د کوويډ-۱۹ ضد واکسين ورکولو لړۍ پيل شوې ده.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، د ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ تر څلورمې نېټې، په نړۍ کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر شاوخوا ۱۰ نيم کروړه ته رسېدلی دی. تر دې دمه کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په نړۍ کې تر ۲۲ نیم لکه زيات کسان وژلي خو تر اووه نيم کروړه زیات کسان بیرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

اخوا په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر شاوخوا پينځه نيم لکه ته رسېدلی دی. د فېبرورۍ تر څلورمې، د کووېډ -۱۹ ناروغۍ په اړه د حکومتي وېبپاڼې له معلوماتو سره سم په پاکستان کې له کووېډ -۱۹ ناروغۍ تر ۱۱،۸۰۰ زيات کسان مړه شوي خو تر پينځه لکه څلور زره زيات ورڅخه رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG