د لاسرسي ځای

تازه خبر

د الکسي ناوالني د بند سزا واورولو پرضد د غربي هېوادونو غبرګونونه


د ماسکو يو عدالت د روسيې اپوزيشن مشر الېکسي ناوالني په دوه کاله او اتوو مياشتو بند واورول
د ماسکو يو عدالت د روسيې اپوزيشن مشر الېکسي ناوالني په دوه کاله او اتوو مياشتو بند واورول

د ماسکو يوه عدالت د روسيې اپوزيشن مشر الېکسي ناوالني په دوه کاله او اتوو مياشتو بند محکومولو پرضد د غربي هېوادونو لخوا سخت غبرګون مخې ته راتللو سره په روسيه کې سمدستي لاريونو پیل شوي دي.

عدالت لخوا د بند سزا اورولو پر پرېکړه د ناوالني پلويان وپارېدل او د سلګونو په شمېر کې سړکونو ته راووتل.

واشنګټن له روسه غوښتي چې ناوالني او د مظاهرو دوران نيول شوي کسان پرېږدي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه د امريکا سي اېن بي سي ټي سره په مرکه کې ويلي ول ولسمشر جو بايډن انتظاميه د روس خلاف په ممکنه کارروايي غور کوي او "دوی د تشدد ډک کرېک ډاون سخت پريشانه کړي دي."روس د بهرنيو چارو وزارت ادعا کوي چې واشنګټن د دې مظاهرو ترشا لاس لري.

د فېبروۍ پر درېیمه د الېکسي ناولني پلویان د مظاهرو پر مهال
د فېبروۍ پر درېیمه د الېکسي ناولني پلویان د مظاهرو پر مهال

د ناوالني وکيلې اولګا ميخایلووا ويلي دي د فيصلې پرضد به اپيل کوي.

۴۴ کلن ناوالني چې يو اثر لرونکې شخصيت دی له تېرو څو کلونو راهيسې په ټولنيزو رسنيو د درغليو پرضد اواز پورته کوي.

ناوالني د فېبرورۍ پر دویمه د عدالتي کارروايي په بهیر کې یوځل بیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تورن کړ چې ده ته په زهر ورکولو کې یې لاس درلود.

ناوالني ته زهرجن ګیس ورکول شوی او د درملنې لپاره جرمني ته تللی و، د جنورۍ پر ۱۷ مسکو ته له بیرته ستنیدو سره سم ونیول شو.

د هغه نیول کیدو په وړاندې په روسیه کې پراخې مظاهرې وشوې چې له څلور زرو زیات کسان پکې ونیول شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG