د لاسرسي ځای

تازه خبر

باکسر اسلم خان په پښین کې خاورو ته وسپارل شو


د ځوان باکسر اسلم خان مړی نن سهار له کراچۍ څخه پښین ته یووړل شو او په خپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه په په جنازه کې د پښین سیاسي او ولسي مشرانو په ډېر شمېر کې برخه واخیسته.

باکسر اسلم خان د جنورۍ پر ۳۱مه په کراچۍ کې د باکسنګ په یوه سیالۍ کې د خپل سیال باکسر ولي خان له لوري پر سر د سوک وهلو پس بې هوشه شوی وو او د کراچۍ په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.

د پښین اوسېدونکي اسلم خان له ۲۰۰۷ز کال راهیسي د باکسنګ په سیالیو کي برخه اخیستله او په ۲۰۱۷ز کال کې د ۶۴ کیلو په وزن کې یې تمغه هم ګټلې او په ۲۰۲۰ ز کال کې یې د دران وزن (هېوي وېټ) لوبه په خپله نامه کړې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG