د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د چين واکسين ورورسېدل


د چینايي واکسین تیارولو مرکز
د چینايي واکسین تیارولو مرکز

د وزیراعظم د صحت د چارو سلاکار، ډاکټرفیصل سلطان پر ټويټر ليکلي چې د چین واکسین 'سينوواک' یې هېواد ته ورورسېدل او لومړی به یې روغتيايي کارکوونکو ته ورلګوي.

تر دې مخکې هغه ويلي وو چې دا پينځه لکه خورکه (ډوزه) واکسين دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې لګول پیل شي. په همدې حال کې په پاکستان کې په تېر شوراوز کې له کورونا وایرسه ۲۴ کسان مړه شوي دي. په دې سره په ټول پاکستان کې له دې وبا د وژل شوو شمېر يوولس زره، شپږ سوه درې اتياوو ته رسېدلی.

په دې اړه شمېر خپروونکي، حکومتي ويبسایټ ليکلي چې تر ننه (د فرورۍ تر لومړۍ) پورې ۵۴۶۰۰۰ کسان کورونا وایرس وهلي خو څه باندې پينځه لکه ترې روغ شوي هم دي.

بلخوا نن په پاکستان کې پرايمري سکولونه او پوهنتونونه د زده کړو لپاره پرانيستل شوې. د پاکستان تعليم وزير شفقت محمود د جنورۍ په ۳۱ مه خبريالانو ته ويلي دي چې په دې سره د تعليمي ادارو د بيا خلاصولو اخري مرحله پای ته ورسېده.

پاکستان د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره تعليمي ادارې تړلې خو تېره مياشت يې په مرحله وار شکل بيا پرانیستل پېل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG