د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې یوه ماشومه په سوره کې له ورکول کېدو ژغورل شوې


پولیس وايي، د جرګې د ۱۷ کسانو خلاف مقدمه درج شوې ده چې پکې د ماشومې او هلک پلرونه هم شامل دي.
پولیس وايي، د جرګې د ۱۷ کسانو خلاف مقدمه درج شوې ده چې پکې د ماشومې او هلک پلرونه هم شامل دي.

د سوات پولیس وايي چې یوه شپږ کلنه ماشومه یې په سوره کې د ورکول کېدو ژغورلې ده.

د سیمې د پولیسو مشر ډي پي او دلاورخان بنګش د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د خوازه خېله په لېرې پرته سيمه لاښار کې جرګې په یوه کورنۍ شخړه کې یوه شپږ کلنه ماشومه یو ۱۴ کلن هلک ته د واده کولو پرېکړه کړې وه.

پولیس وايي، پر یوه اطلاع دغه ځای ته ورغلل او د واده کوښښ یې ناکام کړ.

بنګش وویل چې د جرګې د ۱۷ کسانو خلاف مقدمه درج شوې ده چې پکې د ماشومې او هلک پلرونه هم شامل دي.

پولیس وايي، ۱۴ کسان یې نیولي دي او د پاتې دریو کسانو، چې دا وخت پټ شوي دي، لټون روان دی.

پولیس وايي، د دغو کسانو خلاف به عدالتي کاروايي کېږي چې د جرم ثابتېدو په صورت کې ملزمانو ته د ۱۰ کالو د بند سزا اورول کېدای شي.

په خيبر پښتونخوا کې له دې وړاندې هم په سوره کې د نجونو ورکولو پېښې رامنځ ته شوي دي خو حکومت وايي د مخنيوي لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG