د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېند حکومت د ډېنييل پرل کېس ته د بيا کتنې خواست کړی


ډینییل پرل په ۲۰۰۲ز کال کې په کراچۍ کې تښتول شوی او بیا وژل شوی وو - د ارشیف انځور.
ډینییل پرل په ۲۰۰۲ز کال کې په کراچۍ کې تښتول شوی او بیا وژل شوی وو - د ارشیف انځور.

د سېند حکومت د پاکستان سپريم کورټ ته خواست کړی چې د امريکايي خبريال ډېنييل پرل د وژنې په کيس کې د مرکزي ملزم احمد عمر سعيد شېخ د خوشې کولو پريکړې ته بيا کتنه وکړي.

دا روسته له هغو ده چې امريکا او ګڼ شمېر د بشري حقونو ادارو د سپريم کورټ پر دغه پريکړه غصه څرګنده کړې ده.

د سېند حکومت څارنوال فېض شا ويلي دي چې درخواست يې د جنورۍ په ۲۹ مه جمع کړی دی.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنټوني بلينکېن د جنورۍ پر ۲۸ ناوخته پر ټويټر وليکل چې هغه د عدالت د دې پرېکړې له امله چې د ډېنيل پرل قاتلان او تښتونکي یې خوشې کړي ژوره اندېښنه لري.

نوموړي زياته کړې: "موږ ته ژمن یو چې د پرل د کورنۍ لپاره عدالت تامین کړو او ترهګر عدالت ته راولو."

د سپريم کورټ هغه پرېکړې ډېر خواشينی کړی دی چې د وال سټريټ جورنال ورځپاڼې د خبريال ډېنييل پرل تښتوونکي او وژونکي دې خوشې کړل شي.

پرل په ۲۰۰۲ز کال کې په کراچي کې له تښتولو وروسته وژل شوی و.

د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ د جنورۍ پر ۲۸مه د پرل په وژنه تورن احمد عمر سعید شېخ او له ده سره دريو نورو تورنو کسانو د خوشي کولو امر وکړ.

بريتانيه کې زېږېدلی عمر شېخ چې د لندن سکول اف اکنامکس پخوانی زده کوونکی و، په ۲۰۰۲ز کال کې د پرل د وژنې په تور ونيول شو او د ترهګرۍ ضد عدالت هغه ته د مرګ سزا او دريو نورو ملګرو ته يې د عمري بند سزا اورولې وه.

بلينکېن زياته کړې چې د سپريم کورټ پرېکړه په پاکستان او په بل هر ځای کې د ترهګرۍ قربانيانو ته يو سپکاوی دی.

په عين حال کې د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي ويلي چې واشنګټن د پرل کورنۍ ته انصاف ورکولو ته ژمن دی.

نوموړې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره قانوني لارو ته بيا کتنه وکړي او امريکا ته اجازه ورکړي چې خوشې شوي کسان پخپله په امريکا کې محاکمه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG