د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې چاوڼې کې یو ښځې خپلې دوې لوڼه او خاوند وژلي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې د دوو ماشومانو نجونو په ګډون درې تنه وژل شوي دي. دا پېښه د دغه ښار په پوځي چاوڼۍ کې د جنورۍ پر ۲۱مه رامنځ ته شوې ده.

د چاوڼۍ تاڼې مشرې پري ګل ترین بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې یوې ښځې خپلې دوې لوڼې چې عمرونه یې د څلور او شپږو کلونو په مینځ کې ول له خپل مېړه سره یوځای وژلي دي.

د دې په وینا لومړی یې هغوی ته د بېهوشۍ ستنې لګولې او وروسته یې مرۍ ورپرېکړې دي.

پولیس مشره وايي، کله چې یې لوڼې او خاوند وژلي دي نو وروسته یې د کور ګیس اېله کړی وو چې دا هم پکې مړه شي خو داسې و نه شول.

دې ښځې پولیس ته ویلي چې د مېړه یې له یوې بلې ښځې سره اړیکې وې ځکه یې دا کار کړی دی.

د کوټې چاوڼۍ تاڼې اېس اېج او میټا خان په یوه بیان کې ویلي چې د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه هله د پېښې اطلاع ورکول شوه کله چې د وژل شوي تن عرفان مسیح خور له خپل خاوند سره یوځای د هغه کور ته ورغلې وه او څو ځله یې دروازه ورټکولې وه خو چې ور یې واز نه کړ نو دوی پر دېواله وراوښتي ول.

د پولیسو په وینا چي د عرفان مسیح د پنجاب خانیوال اوسېدونکی وو او په پوځ کې عسکر وو او ښځه یې د کوټې په سیول هسپتال کې نرسه وله.

پولیس د پېښې پلټنه کوي.

XS
SM
MD
LG