بلوچستان کې په يوه بمي چاودنه کې د پاکستان د سرحدي ځواک (اېف سي) لږ تر لږه څلور سرتېري وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
د سرحدي ځواک يو وياند په وينا پېښه پرون (د جنورۍ پر ۲۰م) په کوهلو ضلع کې رامنځ ته شوه.
د نوموړي په وينا، په ځمکه کې د ښځ کړل شوي ماين چاودېدو له کبله په موټر کې ناست سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.
وياند زياتوي، په ژوبل سرتيرو کې د درېيو روغتيايي وضع د اندېښنې وړ ده. د دې پېښې مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی خو له دې وړاندې د دا ډول پېښو مسوليت بلوڅ بېلتونپاله او مذهبي سختدريځو ډلو منلی دی.