د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن څوکۍ ته له رسېدو سره سم د ټرمپ یولړ تګلارې واړولې


جو بایډن صدارتي فرمانونه لاسلیکوي: ۲۰۲۱، ۲۰ جنوري
جو بایډن صدارتي فرمانونه لاسلیکوي: ۲۰۲۱، ۲۰ جنوري

د امریکا ولسمشر جو بایډن په لږ وخت کې دننه د ډونلډ ټرمپ پیل کړې مهمې تګلارې پر بل مخ واړولې.

هغه په واشنګټن کې د لوړې کولو تش څو ګنټې پس په خپل دفتر کې له ګام اېښودو سره سم تر سخت امنیت لاندې د کډوالۍتابه (مهاجرت)، اب او هوا بدلون او د کورونا وایرس جهاني وبا سمبالولو یولړ صدارتي فرمانونه لاسلیک کړل.

بایډن د مهاجرت، ماحولیاتي بدلون او د کورونا وایرس جهاني وبا د سمبالولو په اړه صدارتي فرمانونه لاسلیک کړل.

نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) څخه د امریکا وتل دروي چې پروسږ کال یې خپل پېشرو (ډونلډ ټرمپ) ترې د وتلو پرېکړه کړې وه. د دې تر څنګ د صدارتي فرمان لاسلیکولو سره بایډن د اب و هوا په اړه د پاریس تړون کې امریکا بیرته شامله کړه. او د ټرمپ هغه تګلاره یې هم واړوله چې له مخه یې د یوشمېر مسلمانو هېوادونو پر وګړیو باندې امریکا ته پر ورتګ پابندي لګول شوې وه. د فرمان له مخه د متاثره هېوادونو وګړیو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیلولو امر شوی.

۷۸ کلن جو بایډن د جنورۍ پر ۲۰مه غرمه مهال د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړی د امریکا په تاریخ کې تر ټولو زیات عمر لرونکی ولسمشر دی.

د نوموړي د لوړې څو شېبو مخکې کمالا هېرس د مرستیالې ولسمشرې په توګه سوګند وکړ. کمالا په امریکا کې لومړۍ ښځه او هغه هم چې سپین پوستې نه ده، دې څوکۍ ته رسېدلې ده.

بایډن په یو داسې وخت کې واک سنبالوي چې د قام د تقسیم په ګډون د کورونا واېرس وبا چېلنج موجود دې.

همدا لامل و چې نوموړي ان په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ټولو قواو د ستر قومندان په توګه له ګرځېدو مخکې په فوري توګه یوشمېر فرمانونه لاسلیک کړل.

تر لوړې پس د کانګریس ودانۍ بهر په خپله لومړۍ وینا کې چې ۲۱ منټه وه، بایډن وویل چې، ''په دغو چېلنجونو د قابو موندلو،د امریکا روحیه راګرځولو او راتلونکې یې د خوندي ساتلو لپاره تر لفظونو زیات څه پکار دي. نوموړي وویل، ''په جمهوریت کې ورته تر ټولو اړین څیز یووالی دی.''

بایډن د کانګریس ودانۍ په وره کې وینا وکړه چرته چې دوې اوونۍ مخکې د ډونلډ ټرمپ پلویان د کانګریس ودانۍ ته ورننوتل او په هغه پېښه کې پنځه کسان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG