د لاسرسي ځای

تازه خبر

انور مانیروال او اقا خان هلال دوه خوږ ژبي شاعران


انور مانیروال او اقا خان هلال دوه خوږ ژبي شاعران
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د دوو خوږ ژبو شاعرانو انور مانیروال او د اقا خان هلال سره د هغوی پر ژوند او کار غږېدلي یو. انور مانیروال د صوابۍ د مانیرۍ کلي اوسیدونکی دی. نوموړي په ۱۹۷۰ کال کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هغه شاعري کوي او ځیني غزلې یې په اولس کې ډېرې مشهورې شوې دي. نوموړی اوس مهال د درس او تدریس له شعبې سره تړلی دی او ماشومانو ته درس ورکوي. خو ترڅنګ یې د ادب سره هم خپل تعلق ته دوام ورکړی او لیکل کوي، مشاعرو ته ځي او په ادبي غونډو کې برخه اخلي. موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره خبرې کړې دي. د خپرونې دویم مېلمه مو هم شاعر دی او داسې شاعر دی چې له نغمې نېولې تر وږمې او نازیې ټولو سندرغاړو د هغه شعرونه ویلي دي. اقاخان هلال د افغانستان د پکتیکا ولایت د لستورو کلي اوسیدونکی دی. هغه اوس په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي. موږ ورسره مرکه کړې چې د خپرونې په غږیزه برخه کې یې اورېدلی شئ:

د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د دوو خوږ ژبو شاعرانو انور مانیروال او د اقا خان هلال سره د هغوی پر ژوند او کار غږېدلي یو.

انور مانیروال د صوابۍ د مانیرۍ کلي اوسیدونکی دی. نوموړي په ۱۹۷۰ کال کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هغه شاعري کوي او ځیني غزلې یې په اولس کې ډېرې مشهورې شوې دي.

نوموړی اوس مهال د درس او تدریس له شعبې سره تړلی دی او ماشومانو ته درس ورکوي. خو ترڅنګ یې د ادب سره هم خپل تعلق ته دوام ورکړی او لیکل کوي، مشاعرو ته ځي او په ادبي غونډو کې برخه اخلي. موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره خبرې کړې دي.

د خپرونې دویم مېلمه مو هم شاعر دی او داسې شاعر دی چې له نغمې نېولې تر وږمې او نازیې ټولو سندرغاړو د هغه شعرونه ویلي دي.

اقاخان هلال د افغانستان د پکتیکا ولایت د لستورو کلي اوسیدونکی دی. هغه اوس په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي.

موږ ورسره مرکه کړې چې د خپرونې په غږیزه برخه کې یې اورېدلی شئ:
XS
SM
MD
LG