د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو ۱۰ زره سرتېري د افغان ځواکونو ملاتړ ماموریت ته دوام ورکوي


په کابل کې د ناټو روزونکي د يو شمېر افغان ځواکونو د درې میاشتني پروګرام په فراغت غونډه کې. May 27, 2019
په کابل کې د ناټو روزونکي د يو شمېر افغان ځواکونو د درې میاشتني پروګرام په فراغت غونډه کې. May 27, 2019

ناټو وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره سرتېري یې د افغان پوځیانو روزنې، سلا-مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

دغه ماموریت د جنورۍ پر ۱۸مه په یوه ټویټ کې ویلي، د ۳۸ هېوادونو له شراکت د تشکیل شوي دغه ماموریت هدف دا دی چې پرې نه ښوول شي، افغانستان بیا د ترهګرۍ په خوندي ځاله بدل شي.

له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د ملاتړ پر دوام د ناټو جنرل سېکرېټري ینس سټولټنبرګ د جنورۍ پر ۱۸مه له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټېلېفوني خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال مشال راډیو ته وویل: "په دې ټېلیفوني مکالمه کې دواړه لوریو د سولې پروسې او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناټو پر دوامدار ملاتړ بحث وکړ. د ناټو جنرل سېکرېټري ژمنه وکړه، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستو په برخه کې زموږ ملاتړ پرځای او ده وویل چې زموږ ماموریت دوام لري."

په وروستیو کې امریکايي چارواکو په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته د خپلو پوځیانو د کمولو خبر تایید کړ، چې دا په تېرو شاو خوا ۲۰ کلونو کې تر ټولو کم شمېر دی.

له دې سره جوخت په افغانستان کې د روانې جګړې، هدفي وژنو او نورو ستونزو له کبله بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، اندېښنه دا ده چې ۲۰۲۱ز کال د ملکي افغانانو لپاره خطرناک کال وي.

د دغه سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن مشال راډیو ته وویل، د طالبانو د هدفي وژنو تر څنګ د کورونا وبا له کبله راغلی بحران ښايي ګڼ افغانان له سختې بېوزلۍ سره مخامخ کړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، اندېښنه دا ده چې ۲۰۲۱ز کال د ملکي افغانانو لپاره خطرناک کال وي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، اندېښنه دا ده چې ۲۰۲۱ز کال د ملکي افغانانو لپاره خطرناک کال وي.

ګاسمن زياته کړه: "افغانستان په ۲۰۲۰ز کال کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد و او احتمال لري چې په ۲۰۲۱ز کال کې هم وضعیت دغسې وي، ځکه طالبانو پر ملکیانو خپلې هدفي حملې زیاتې کړي، په ځانګړي ډول پر حکومتي مامورانو. دا هرڅه د کورونا وبا له کبله له راغلي بشري بحران او د بېځایه کېدو له ستونزې سره هممهاله پېښېږي، چې د افغانانو لویه فیصدي یې له سختۍ بېوزلۍ سره مخامخ کړې ده."

تر دې مخکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي وو، په افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۱۳ میلیونه وګړي غذايي خوندیتوب نه لري.

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تېره اوونۍ په یوه راپور کې وویل، دا مهال ۱۸ میلیونه څلور لکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د تېر کال پر تله دا شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د حکومت وزارت تېره اوونۍ ویلي، دوی د ژمي په درېیو میاشتو کې یوازې پر یو میلیون بېځایه شویو د خوراکي توکو د وېشلو توان لري.

که څه هم د ژمي سړې شپې-ورځې دي، خو په ځینو ولایتونو کې د جګړې اور لا تود شوی او زیاتې کورنۍ یې له خپلو سیمو بېځایه کېدو ته مجبوره کړي چې هلمند، کندهار، ارزګان، فاریاب او فراه ولایتونه د بېلګې په توګه یادولی شو.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د جګړو له کبله د بېځایه کېدو د لړۍ دوام، د طالبانو له خوا هدفي وژنو او کورونا وبا روان بشري وضعیت لا پېچلی کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG