د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملایزیا کې پاکستانۍ الوتکه ولې نیول شوې ده؟



چارواکي وايي چې د پاکستان د قومي هوايي کمپنۍ د دې الوتکې د ویتنام یوې شخصي کمپنۍ پیری گرین ته شاوخوا ۱۴ ملين ډالرہ اجارہ نه وہ ورکړې.
چارواکي وايي چې د پاکستان د قومي هوايي کمپنۍ د دې الوتکې د ویتنام یوې شخصي کمپنۍ پیری گرین ته شاوخوا ۱۴ ملين ډالرہ اجارہ نه وہ ورکړې.

د پاکستان د سرکاري هوايي‌ کمپنۍ یوه الوتکه په ملایزیا کې له دې کبله نیول شوې ده چې د ۱۴ میلیونه ‌ډالرو اجاره یې نه وه ورکړې.

د بوینګ ۷۷۷ په نامه دا پاکستانۍ الوتکه د جنورۍ پر ۱۵مه د ملایزیا له پلازمېنې کولالمپور څخه اسلام اباد ته د تلو پرمهال نیول شوې ده.

چارواکي وايي چې د پاکستان د قومي هوايي کمپنۍ د دې الوتکې د ویتنام یوې شخصي کمپنۍ پیری گرین ته شاوخوا ۱۴ ملين ډالرہ اجارہ نه وہ ورکړې.

د کولالمپور هوايي ډګر چاروکو الوتکه له هوايي ډګر څخه الوتو ته نه دہ پرېښې او نیولې یې دہ. په الوتکه کې ۱۶۷ مسافر سپاره وو.

د پاکستان قومي هوايي شرکت وياند عبد الله خان مشال راډيو ته وويل چې د الوتکې د اجارې قانوني شخړه د برتانيا په يو عدالت کې روانه دہ.

خو د ده په وینا، د ملایزیا يو عدالت يوطرفه فيصله کړي ده او د هغه له کبله دا الوتکه په کولالمپور کي نيول شوې ده.

ده وویل، "دالوتکي د اجارې قانوني شخړه له تيرو ۶ مياشتو راهيسي د برتانيا په يو عدالت کي روانه دہ خو د هغې کمپنۍ په حق کې د بل هيواد عدالت فيصله اورولې ده."

عبدالله خان زياته کړہ چې د دوی د کمپنۍ قانوني ډله به ډېر زر دا مسله هواره کړي. ‎

ده وویل، "د پاکستان قومي هوايي کمپنۍ به اوس دغه مسله په قانوني ډول د پاکستاني حکومت ،لوی څارنوال، او سفارتي لارو په کارولو حل کوي."

نوموړي زیاته کړه چې د دې پاکستانۍ الوتکې پر پرواز تر بندیز وروسته د دې الوتکې ۱۶۷ مسافر د نورو هېوادونو په يو الوتکه کې پاکستان ته استول شوي دي.

د پاکستان قومي‌ هوايي‌ کمپنۍ له کالونو راهسې نه یوازې په مالي توګه په خصاره کې ده بلکې یو شمېر نورې مسلې هم پکې رامنځ ته شوې دي.

د ۲۰۱۷م کال په په مې میاشت کې له اسلام اباده لندن ته تللې د پاکستان قومي هوايي کمپنۍ په دوو الوتکو کې هیروین ترلاسه شوي وو.

په ۲۰۱۷م کال کې له لاهوره لندن ته تللې د پاکستان قومي هوایي کمپنۍ د یوې الوتکې د عملې د امنيت د انديښنو له امله د لندن پوليسو لخوا نیول شوې وہ خو بيا څو ساعته وروسته پرېښودل شوې وه.

په ۲۰۲۰م کال کې چې پاکستان د خپلو څو پايلټانو لايسنسونه جعلي گرځولي وو تر هغه وروسته د دې کمپنۍ پر الوتکو څو هيوادو بنديزونه لګولي وو.

XS
SM
MD
LG