د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډونیشیا کې زلزلې ۳۴ تنه وژلي ګڼ ژوبل


د انډونیشیا په لوېدیځ سولاوېسي کې له راغلې زلزلې پس خلک یوه نړېدلي کور ته ګوري. ۲۰۲۱، ۱۵ جنوري
د انډونیشیا په لوېدیځ سولاوېسي کې له راغلې زلزلې پس خلک یوه نړېدلي کور ته ګوري. ۲۰۲۱، ۱۵ جنوري

د انډونيشیا چارواکي وايي چې نن سهار وختي د هغه هېواد په سولاوېسي جزیره کې د یوې درنې زلزلې له امله ۳۴ کسان وژل شوي او سلګونو نور ژوبل شوي دي.

نيمه شپه زلزلې د غربي سولاوېسي صوبې په ماموجو ضلع کې په زرګونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو مجبوره کړل. د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي چې دريختر پر پیمانه د دې زلزلې کچه ۶.۲ وو.

د چارواکو په خبره زلزلې او تر هغې وروستو ټکانونو کمرونه نړولي، بجلۍ تللې، پلونه يې زیانمن کړي او د صوبې د ګورنر د دفتر ترڅنګ تر ۶۰ زیات کورونه او دوو هوټلونو ته يې زیان رسولی دی.

بلخوا په غربي سولاوېسي ضلع کې د افتونو سمبالولو ادارې مشر دارنو ماجد ويلي چې په ماجيني سیمه او ګاونډۍ ضلعه کې ۳۵ کسان وژل شوي او زیاتوي چې څنګه امدادي کارکونکي کاروایانې کوي نو د وژل شوو کسانو شمېره لوړېدی شي.

یوه ورځ مخکې په هم دغه سیمه کې د ۵.۹ شدت راغلې زلزلې يوشمیر کورونو ته یې زیان رسولی خو څه مرګ ژوبله يې نه وه اړولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG