د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا حوثي یاغیان ترهګر ګرځوي


یمن کې حوثي یاغیان
یمن کې حوثي یاغیان

امريکا به حوثي ياغيان د مرستندويه ډلو د اندېښنو سربېره هم يوه ترهګره ډله وګرځوي.

دا ډلې وايي چې دا ګام به په داسې حال کې جګړه ځپلي هېواد ته د بشري مرستو رسول اغېزمن کړي چې له نږدې يوې پراخې کاختۍ سره مخامخ دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو دا متوقع ګام د جنورۍ پر ۱۰مه اعلان کړ. نوموړي ويلي، حوثي ياغيانو داسې پوځي کمپاين کړی چې له کبله يې يو شمېر کسان وژل شوي، د سيمې بې ثباتی ته يې دوام ورکړی او يمينيان يې د خپل هېواد د شخړي له سوليزه حل څخه بې برخه کړي دي.

پامپيو په بیان کې ويلي، د ترهګر نومولو هدف دا دی چې له انصار الله سره د خپلو ترهګرو کړنو حساب وشي. د بيان په خبره، په دې کې د پولې هغې غاړې حملې شاملې دي چې ولسي ابادي، بنيادي ډانچه او د کاروباري مالونو لېږدول يې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

پامپیو په بيان کې د حوثي غورځنګ نوم کارولی دی. حوثي مشر علي الحوثي د جنورۍ پر ۱۱مه د امريکا دا ګام غندلی دی او ويلي دي چې ډله يې د بنديز د غبرګون حق که د تلونکې انتظاميې يا هرې يوې انتظاميې له خوا وي له ځان سره خوندي ساتي.

مرستندويه ډلو او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر حوثي غورځنګ د ترهګر ټاپه وهل به د بشري مرستو لېږد له خطره سره مخامخ کړي. د دوی په وينا، ۸۰ فيصده یعني ۲۴ مليونه کسان د ژوند کولو لپاره پر دې مرستو تکيه کوي او دا امريکايي ګام به له ياغيانو سره د دوی تماسونه محدود کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG