د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: د پېښور يو ډاکټر ناروغانو ته لکونه ډالر ورمعاف کړل


ډاکټر عتيق عمر داوخت د ارکنسا رياست په مرکزي ښار ليټل راک کې په يونيورسټي اف ارکنسا فار ميډيکل ساینسز (يو اې اېم اېس) کې پروفيسر دی
ډاکټر عتيق عمر داوخت د ارکنسا رياست په مرکزي ښار ليټل راک کې په يونيورسټي اف ارکنسا فار ميډيکل ساینسز (يو اې اېم اېس) کې پروفيسر دی

په امريکا کې مېشت د پېښور يو ډاکټر خپلو ناروغانو ته شپږ نيم لاکه ډالره پور وربخښلي دی.

ډاکټر عتيق عمر وايي چې د کورونا وايرس له کبله د خلکو خراب مالي حالت ته په کتو سره يې دا ګام اخيستي دی.

نوموړی په پېښور کې زېږدلی دی او په خيبرميډيکل يونیورستۍ کې تر درس ويلو وروسته امريکا ته ولاړ او هلته يې په ۱۹۹۱م ز کال کې يې د دې هېواد د ارکنسا رياست په پاين بلف ښار کې د سرطان کلينک جوړ کړ چې په ۲۰۲۰م کال کې يې ختم کړ.

نوموړي د جنورۍ پر نهمه نېټه د ټيليفون له لارې مشال راډيو ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې په شاوخوا دوه سوه ناروغانو يې د علاج پیسې پور وې چې هغوي ته يې په ورکولو کې ستونزه وه.

ده وویل، "يوه شپه زه، زما مېرمن او اولادونو ناست وو او پردې مو خبره کوله چې دا ناروغان غريبان دي، څوک پنځه او څوک ۱۰ ډالره راکوي او د بې وزلۍ سربېره اوس دوی د کورونا وايرس له وجې له بې روزګارۍ سره هم مخامخ دي نو راځئ چې ورمعاف يې کړو. دا دومره مشکله فيصله نه وه."

نوموړی وايي چې تر دې فیصلې وروسته يې د کرسمس په کارډونو خپلو ټولو پوروړو ته وليکل چې قرض يې وربخښلی دی.

کله چې مشال راډيو له ډاکټر عتيق عمر څخه د ناروغانو د غبرګون په حقله وپوښتل نو نوموړي وويل چې هغه د خلکو هغه الفاظ نشي بیانولای چې له ډېرې خوشالۍ ده ته ليکلي دي.

ډاکټر عتیق زیاته کړه، "چاته راته ليکلي وو چې موږ ته تل دا مالومه وه چې تاسو يو مهربان، سخي او زموږ په حال غمجن کس ياست او تاسو زما ورځ راښايسته کړه، چا بیا راته وويل چې زما په سترګو کې اوښکې دي، ژاړم او خپله خوښالي نشم تشريح کولای خو ستاسو ډېره مننه کوم."

ډاکټر عتيق عمر داوخت د ارکنسا رياست په مرکزي ښار ليټل راک کې په يونيورسټي اف ارکنسا فار ميډيکل ساینسز (يو اې اېم اېس) کې پروفيسر دی او هلته د ناروغانو د علاج ترڅنګ د طب زدکوونکيو ته زدکړې او ډاکټرانو ته روزنې ورکوې.

XS
SM
MD
LG