د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هزاره ګانو خوندیتوب لپاره ځانګړی ځواک جوړوو: عمران خان


عمران خان دا څرګندونې د جنورۍ پر نهمه په کوټه کې د وژل شویو هزاره ګانو له خپلوانو سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي. (انځور: ارشیف)
عمران خان دا څرګندونې د جنورۍ پر نهمه په کوټه کې د وژل شویو هزاره ګانو له خپلوانو سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي چې حکومت یو ځانکړې امنیتي ځواک جوړوي چې دنده به یې په ځانګړې توګه د هزاره ګانو د ژوند او مال ساتنه وي.

عمران خان وویل چې د بلوچستان په مچ سیمه کې د وژل شویو هزاره ګانو د وژونکو نیولو او سزا کولو لپاره یې پلان جوړ کړی دی.

عمران خان دا څرګندونې د جنورۍ پر نهمه په کوټه کې د وژل شویو هزاره ګانو له خپلوانو سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.

عمران خان د وژل شویو هزاره کانکېندونکو کورنۍ د کوټې سردار بهادر خان پوهنتون ته ور غوښتې وې او هلته یې له هغوی سره لیده کاته وکړل.

عمران خان وویل چې حکومت، پوځ او ولس ټول له هزاره ګانو سره ولاړ دی او د هغوی ساتنه د حکومت ذمه واري ده.

عمران خان د وژل شویو کانکېدونکو له کورنیو سره ژمنه وکړه چې حکومت به دوی ته انصاف ورکوي.

عمران خان وویل چې د هزاره ګانو په نښه کوونکو شمېر له ۳۵ تر ۴۰ دی او نور د ده په وینا امنیتي ادارو په نښه کړي دي.

عمران خان دا خبره بیا تکرار کړه چې ګاونډي هیوادونه په پاکستان کې د شعیه او سني ترمنځ شخړې جوړول او په پاکستان کې ګډوډي رامنځ ته کول غواړي.

د ترسره شوي شپږ ورځني پرلت د کمیټۍ مشر او وحدت المسلمین صوبايي مشر صدر اغا رضا خبریالانو ته وویل چې وزیراعظم عمران خان دوی ته د پوره انصاف باور ورکړی دی.

ده وویل چې حکومت به د مچ په پېښه کې د هر وژل شوي کانکېدونکي‌ کورنۍ ته ۲۵ لاکه روپۍ ورکوي.

عمران خان د وژل شویو هزاره ګانو له کورنیو سره تر لیدو وړاندې د وزیراعلا په دفتر کې د یو امنیتي غونډې مشري هم وکړه.

په دې غونډه کې د بلوچستان وزیراعلا جام کمال ، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید او یو شمېر نورو لوړپوړي چارواکي شریک وو.

په دې غونډه کې عمران خان ته د بلوچستان د امنیت او په ځانګړې توګه په مچ کې د ۱۱ هزاره کانکېدونکو د وژل کېدو پېښې په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.

دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ دویمې او دریمې نېټې په شپه د بلوچستان په مچ سیمه کې د وسله والو له خوا د ۱۱ هزاره کانکېدونکو تر وژلو وروسته د هغوی خپلوانو پرلت پیل کړ.

هغوی د وژل شویو مړي‌ تر شپږو ورځو د کوټې پر غربي بای پاس سړک یښي او غوښتنه یې کوله چې لومړی دې وزیراعظم عمران خان دوی ته ورشي.

خو عمران خان وویل، چې کله د وژل شویو مړي ښخ کړل شي او پرلت ختم شي نو هله به کوټې ته ځي او له اغېزمنو کورنیو سره به لیده کاته کوي.

نوموړی د جنورۍ پر نهمه له هغه وروسته په یو ورځني سفر کوټې ته لاړی چې د وژل شویو هزاره ګانو خپلواکو پرلت ختم کړ او مړي یې خاورو ته وسپارل.

د پرلتوالو په وینا، پرلت یې ځکه ختم کړ چې د وزیراعلا جام کمال په مشرۍ کې یې له وفاقي او صوبايي وزیرانو سره خبرې اترې بریالۍ شوې.

داعش وسله والې ډلې په مچ کې د هزاره ګانو د وژلو ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG