د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان بې وزلو هېوادونو ته کورونا واکسین وېشي.


د روغتیا نړیوال سازمان د خوندیتوب او واکسیناسیون د برخې مشره کېت اوبراین
د روغتیا نړیوال سازمان د خوندیتوب او واکسیناسیون د برخې مشره کېت اوبراین

د روغتیا نړیوال سازمان یوه مشره وايي، هغو هېوادونو ته چې د خلکو ګټه وټه یې کمه ده، د کوواکس تر سکيم لاندې به ورته د کورونا واکسین رسول روانه میاشت پیل شي.

د دغه سازمان د خوندیتوب برخې مشرې کېټ اوبراین (Kate O'Brien) اعلان د جنورۍ پر اوومه په داسې حال کې وشو، چې د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وایرس د نوې بڼې د خبرېدو له کبله وضعیت کړکېچن بللی دی.

دغه وایرس چې په خلکو کې په تيزۍ سره خپرېږي، لومړی په اروپا کې راڅرګند وشو، او بیا وروسته د نړۍ ځینو نورو هېوادونو ته خپور شو.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۸۸ میلیونو ته رسېدلی او له دې د مړو شمېر شاوخوا ۱۹ لکو ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG