د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې په خبرو کې دې پر اوربند ټېنګار وشي: خوستي فعالان


دوی وايي، که چیرې یوازې په اجنداء په میاشتو-میاشتو وخت تیرېږی، دا به په دې مانا وي چې سولې ته ژمنتیا نشته او افغان وژنه به دوام پیدا کوي.
دوی وايي، که چیرې یوازې په اجنداء په میاشتو-میاشتو وخت تیرېږی، دا به په دې مانا وي چې سولې ته ژمنتیا نشته او افغان وژنه به دوام پیدا کوي.

خوستي فعالان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ دې دا ځل په بین الافغاني خبرو اترو کې په اوربند ټينګار وشي، تر څو د سولې په دې بهیر د خلکو باور پیدا شي.

د افغان حکومت او طالب مرکچیانو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې د جنورۍ پر شپږمه د دویم پړاو لومړنۍ غونډه وشوه، خو د سولې وزارت چارواکي وايي، د سولې اصلي بحثونه د جنورۍ پر نهمه پیلېږي.

د جنورۍ پر اوومه مدني فعال عبدالروف ننګیال مشال راډيو ته وویل، دوی د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو په اړه د ټولنې له بېلا بېلو قشرونو سره ناستې کړي او د هغوی ګډه غوښتنه دا ده چې د سولې د خبرو اترو بهیر چټک شي او اوربند وشي.

نوموړي وویل، که چیرې یوازې په اجنډا په میاشتو-میاشتو وخت تېرېږی، دا به په دې مانا وي چې سولې ته ژمنتیا نشته او افغان وژنه به دوام پیدا کوي.

مدني فعال قادرګل سنګین وايي، دواړه خواووې دې په اول ګام کې اوربند وکړي او که سیاسي امتیازات غواړي، یا د راتلونکې لپاره کومې طرحې لري، نو خپلو کې دې ورباندې منطقي بحثونه وکړي.

دوی وايي، د سولې په خبرو اترو کې باید د افغانستان تېر تاریخ او دودونو ته مراجعه وشي.
دوی وايي، د سولې په خبرو اترو کې باید د افغانستان تېر تاریخ او دودونو ته مراجعه وشي.

دی زیاتوي، افغانان په ډ‌ېر بد حالت کې دي، د فقر او غربت څخه په تنګ راغلي او د ټولو غوښتنه همدا ده چې په اول ګام کې دې د افغان وژنې ناتار ودرول شي.

بخته جان بختیار بیا په تېرو څلورو میاشتو کې یوازې د اجنداء په سر هوکړه، ولس ته ستړې کوونکې ګڼي او زیاتوي، که اوربند ونشي، نو د دې خبرو څخه د کومې ښې پایلې هیله سمه نه بريښي:

"له دواړو اړخونو مو هیله داده چې اصلي موضوعګانو ته داخل شي، ځکه دلته اصلي موضوع د کراري ده، چې خلک د ارام ساه واخلي، نو دوی دې دویم ځل په داسې ډول د خبرو پړاو ته داخل شي، چې اوربند دې وشي، که اوربند ونه شي، د خلکو ناهیلي ډیریږي او فکر کوم نتیجه به ونه لري."

د افغانستان خلک په جرګو مرکو د شخړو او لانجو د حلولو اوږد تاریخ او منلي دودونه لري.

مدني فعال نسیم نجات هم وايي، د سولې په خبرو اترو کې باید د افغانستان تېر تاریخ او دودونو ته مراجعه وشي.

د نجات په خبره، که د خبرو دواړه اړخونه سولې ته رښتیني وي، نو یوې حل لارې ته رسیدلی شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د لومړي پړاو په خبرو کې چې درې میاشتې وخت يې ونیو، د خبرو په اجنداء او تګلارې هوکړه شوې ده.

افغان مرکچي پلاوي ویلي، چې د دوی د دویم ځل خبرو تمرکز به په اوربند، سیاسي مشارکت او د نظام پر څرنګوالي ور ټول وي.

XS
SM
MD
LG