د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه په کندهار کې د ۵۰ طالب وسله والو د وژلو ادعا کوي


په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو عملیات. اریشف- انځور
په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو عملیات. اریشف- انځور

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په کندهار ولایت کې تر ۵۰ زيات طالبان وژلي دي.

د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې دغه وسله‌وال د جنورۍ پر شپږمه د کندهار په ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو کې هغه مهال ووژل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په هدف راټول شوي ول.

د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو دغه وسله وال په نښه کړل چې په نتیجه کې یې۵۳ طالبان وژل شوي، ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې د کندهار ولایت امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی دی او د کندهار ښار په نېږدې ۲۰ کیلومترۍ کې د ارغنداو په ولسوالي کې د افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو سره پراخې نښتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG