د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب او عربي اتحادیانو یې له قطر سره خپلې اړیکې بیرته بحال کړې


 د جنورۍ پر پنځمه د قطر واکمن امیر شیخ تمیم بن حماد  لثاني د سعودي عرب ((العلادوله) ښار ته په رسېدو د دغه هېواد ولي عهد محمد بن سلمان هرکلی وکړ او ور تر غاړه شو.
د جنورۍ پر پنځمه د قطر واکمن امیر شیخ تمیم بن حماد  لثاني د سعودي عرب ((العلادوله) ښار ته په رسېدو د دغه هېواد ولي عهد محمد بن سلمان هرکلی وکړ او ور تر غاړه شو.

سعودي عرب او عربي اتحادیانو یې له قطر سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه بیرته پر ځای کړې.

له دې سره له درېوو کلونو راهیسې روانه هغه سفارتي کشاله پای ته ورسېده چې په منځني ختیځ کې یې سخت وېش رامنځ ته کړی وو.

د جنورۍ پر پنځمه د قطر واکمن امیر شیخ تمیم بن حماد لثاني د سعودي عرب ((العلادوله) ښار ته په رسېدو یې د دغه هېواد ولي عهد محمد بن سلمان هرکلی وکړ او ورترغاړه شو.

الثاني دغلته د خلیج همکارۍ شورا (جي سي سي) په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ورغلی وو.

سعودي عرب د نورو څلورو عربي هېوادونو په مشرتابه د ۲۰۱۷ز کال په جون کې له قطر سره اړیکې غوڅې کړې وې او د ۱۳ غوښتنو یو فهرست یې ورته وړاندې کړی وو چې د دغه تر پوره کېدو به قطر تر بندیز لاندې وي.

په جي سي سي کې شامل سعودي عرب، متحدا عرب اماراتو او بحرین او له دې شورا بهر خلیجي هېواد مصر په قطر کې له اخوان المسلمین سره په اړیکو، په دوحه کې مېشت الجزیره تېلېویژن په خپرونو او له ترکي او ایران سره په اړیکو نیوکې کړې وې.

په ال اولا کې د جنورۍ پنځمې سرمشریزې په پای کې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان وویل چې په دې موقع د اختلافاتو د ټولو نکاتو پاڼه بدله شوه او د دوی سفارتي اړیکې بشپړې پر ځای شولې.

دواړو خواوو په قطر د بندیز ختمولو او اړیکو رغولو دوه اسناد لاسلیک کړل.

په سمدستي توګه دا واضحه نه شوه چې ایا قطر د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غوښتنې ومنلې او که څنګه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG