د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د نواز شریف پاسپورټ ختموي


د پاکستانی پخوانی وزیراعظم نواز شریف
د پاکستانی پخوانی وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان تحريک انصاف حکومت فیصله کړې چې لندن ته تللي د اپوزیشن ګوند، مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف پاسپورټ به نه نوی کوي.

د راپورونو ترمخه د هغه د پاسپورټ موده د فرورۍ پر ۱۶مه ختمېږي.

پاکستان کورنيوو چارو وزیر شيخ رشيد احمد د ډېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې په دغه نېټه به د نواز شريف پاسپورټ کېنسل کړي.

نواز شريف ته د درغليوو په قضيو کې اوه کاله قېد سزا شوي خو هغه پر ضمانت تر خوشې کېدو وروسته، د ۲۰۱۹ کال د نومبر راهیسې د درملنې لپاره په لندن کې اوسېږي.

نوموړی پر ځان لګيدلي تورونه بې بنياده او سياسي سازش بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG