د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کریمې بلوڅ د مرګ لا پلټنې دې وشي: نیویارک مظاهره


د امریکا په نیویارک کې د کینیډا سفارت مخې ته د بشري حقونو فعالانو مظاهرې د کریمې بلوڅ د مرګ لا پلټنې غوښتې: ۲۰۲۰، ۳۰ دشمبر
د امریکا په نیویارک کې د کینیډا سفارت مخې ته د بشري حقونو فعالانو مظاهرې د کریمې بلوڅ د مرګ لا پلټنې غوښتې: ۲۰۲۰، ۳۰ دشمبر

د بشري حقونو ځينو فعالانو د کريمې بلوڅ د مرګ لا پلټنو د غوښتنو لپاره، د ډېسېمبر ۳۱مه په نيويارک کې د کينيډا کونسلېټ مخې ته مظاهره کړې ده.

د احتجاج يوې تابيه کوونکې، ګلالۍ اسماعيل راټولو ښځو او سړو ته د وينا پر مهال له کينيډايي چارواکو څخه د کريمې بلوڅ د مړینې پراخه تحقیقات وغوښتل. ورته مظاهرې په کراچۍ، بلوڅستان او کينيډا کې هم شوې دي.

کريمې بلوڅ د پاکستان امنيتي ځواکونه د خلکو په تریتمولو (غيبولو) او شکنجه کولو تورنول او په دې لړ کې به يې تقریرونه او مظاهرې کولې. پوځ دا تور ردوي.

هغه په ۲۰۱۵ کال کې د سياسي پناه لپاره کينيډا ته لاړه خو د ډېسېمبر په ۲۰مه په ټورانټو کې لادرکه او يوه ورځ پس یې د سیند پر غاړه مړی وموندل شو. پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې د هغې مرګ جرمي اړخ نه لري خو د هغې کورنۍ پر دې خبره مطمينه نه ده او پلټنې غواړي.

کراچۍ کې د کریمي بلوڅ د مړینې پلټنو لپاره راوتی لاریون: ۲۰۲۰، ۲۴ ډېسېمبر
کراچۍ کې د کریمي بلوڅ د مړینې پلټنو لپاره راوتی لاریون: ۲۰۲۰، ۲۴ ډېسېمبر

په ټورانټو کې د پاکستان کونسلېټ هم په يوه بيان کې له پوليسو غوښتنه کړې چې د هغې د مرګ د سبب معلومولو لپاره، شوې تحقیقات دې ورسره شريک کړي.

کریمه بلوڅ څوک وه؟

کریمه مهراب بلوڅ د بلوڅستان د کېچ ضلعې د تمپ کلي اوسېدونکې وه، هغه چې په ۲۰۰۶ کال کې د بلوڅستان زده کوونکو سازمان 'ازاد ډلې' غړې شوه، نو د دغه سازمان په یوشمېر هلو ځلو کې یې برخه لرله.

د بلوڅ زده کوونکو سازمان ازاد ډله یا بي اېس او – ازاد په پاکستان کې تر بندیز لاندې ده.

د هغې ماما نور احمد بلوڅ هم د بلوڅانو حقونو د غوښتنې په مبارزه کې مهم رول لوبولی.

نور احمد په ۲۰۱۸ز کال کې لادرکه شوی وو او وروسته یې مړی وموندل شو.

د نوموړې ملګري وایي په تمپ کې د کریمې کور سوځول شوی دی، خو په اړه یې نور مالومات نه لري.

د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل د کریمې بلوڅ تصویر اخیستی
د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل د کریمې بلوڅ تصویر اخیستی

د بولان میډیکل پوهنتون یوه زدهکونکې او د بشري حقونو فعاله ماهرنګ بلوڅ د ډېسېمبر پر ۲۲ مشال راډیو ته وویل کریمه د بلوڅ ولس د حق غوښتنې اواز وو: ''هغه د بلوڅو ښځو د هڅو او د خپلو حقونو د غوښتلو د مبارزې هغه لومړنی غږ وو چې دغه مبارزې ته یې یو نوی رنګ ورکړ، هغه په هغه وخت کې د بي اېس او (ازاد ) مشره شوه، چې کله د دغه تنظیم یو شمېر مشران او غړي لادرکه کړل شول او یا ووژل شول، هغې ته د مرګ دړکې ورکړل شوې، د غدارۍ مقدمې پر درج شوي دي، هغه چې کله کاناډا ته کډه شوه، نو هلته هم ورته د وېزې مسلې راغلې، موبایل فون یې څو وارې څارل شوی، کمپیوټر یې هېک شوی وو، په بلوڅستان کې د هغې کور سوځول شوی او د کورنی ځینې غړي یې په دې وجه وژل شوي چې هغه خپل دریځ بدل کړي.''

د کریمه بلوڅ په ۲۰۱۵ز کال کې د بي اېس او – ازاد مشره منتخبه شوه خو ژوند ته د ګواښونو له وجې کاناډا ته ولاړله او هلته یې پناه واخیسته.

نوموړې له هم هغه ځایه د سازمان مشري کوله.

په ۲۰۱۸ز کال کې د بي اېس او-ازاد د مشرې په توګه د هغې دنده پای ته ورسېده او په کاناډا کې یې خپل تعلیم ته دوام ورکړ او په اقتصاد کې یې ماسټري کوله.

د بلوڅانو د چارو پوه محمد علي تالپور د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل هغه د بلوڅانو د حق غوښتنې اواز وو چې اوس خاموشه شو: ''چې کله په ۲۰۱۴ کال کې زاهد بلوڅ لا درکه کړل شو، نو وروسته هغه د بي اېس او مرستیاله او بیا مشره شوه، هغه په بلوڅستان کې هغه لومړنۍ ښځه وه چې نړۍ ته یې د بلوڅانو غږ ورساوه، زما لپاره د هغې د مړېنې خبر ډېر د خپګان خبر دی، ما ته به یې بابا ویل، له کریمې نه زیات په ښځو کې چا د بلوڅستان مسله نه ده پورته کړې، نورې هم نجونې شته، خو هغه د باران لومړۍ قطره وه.''

محمد علي تالپور وایي هغه په بلوڅستان کې د ښځو لپاره یو مثال جوړ شو، هغې وښودل چې څنګه به خپل حق غواړې او دا چې ښځې هم باید په دې عمل کې وروسته پاتې نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG