د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو هسپتالونو کې د درملنې چارې شخصي ادارو ته سپارل شوي


جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې یو ژوبل تن په ډېره اسماعیل خان کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی: ۲۰۱۷
جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې یو ژوبل تن په ډېره اسماعیل خان کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی: ۲۰۱۷

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې د قبايلي ضلعو په هسپتالونو کې د خلکو د علاج معالجې چارې ځينو غير سرکاري ادارو ته سپارلې دي.

رپورټونه د خيبر پښتونخوا د صحت وزير تيمور سليم جګړا په حواله وايي، نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۸ مه د جنوبي وزيرستان د شولام هسپتال د دورې پر مهال د ولس لپاره د صحت د نوي پروګرام ګټو ته په کتو ويلي چې حکومت به د سيمې په نورو اوو هسپتالونو کې هم ورته پروګرام پيلوي.

د جنوبي وزيرستان د صحت محکمې له مشر افسره مو وغوښتل چې په هسپتالونو کې يې د پيل شوي نوي پروګرام په اړه معلومات راکړي خو هغه په دې ويلو چې اول بايد له خپلو صوبايي افسرانو اجازه واخلي، له مشال راډيو سره له خبرو انکار وکړ.

البته د جنوبي وزيرستان د سروېکۍ ټرايبل سب ډويژن اسېسټنټ کمېشنر اعجاز اختر د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د دې ضلعې په درو هسپتالونو کې د ځايي خلکو د درملنې چارې بېلا بېلو غیر سرکاري ادارو ته سپارل شوې دي.

د اختر په خبره، په دې هسپتالونو کې متخصص ډاکټران او نوره ضروري عمله په کار ګمارل شوې.

((د جنوبي وزيرستان د مولې خان سرای، توی خوله او شولام هسپتالونه غير سرکاري ادارو ته ورکړل شوي دي. د مولې خان سرای روغتون (مرف) او د توی خولې او شولام روغتونونه د (ټرانس کانټيننټل فارما) په نوم ادارو ته سپارل شوي دي. په دې هسپتالونونو کې به متخصص ډاکټران د خلکو د وړيا کتنې لپاره موجود وي. د دوی ترڅنګ به ۱۲ عام ډاکټران او ۱۰ نرسان هم وي. لېبارټري ټيسټونه او هم ايکسرې به د هسپتال دننه کېږي. د هسپتال لپاره به د څلورمې درجې نوکران به هم اخيستل کېږي او لومړيتوب به ځايي ولس ته ورکول کېږي.))

د شمالي وزيرستان د صحت محکمې مشر افسر ډاکټر اکرام صافي بيا مشال راډيو ته په يوه واټس اپ پيغام کې وويل چې د دوی په ضلع کې لا هم د ولسي صحي خدماتو چارې کومې غير سرکاري ادارې ته نه دي ورکړل شوي.

د مومندو د لکړو تحصيل د مامد ګټ هسپتال چارې بيا د “مرف” په نوم يوې غير سرکاري ادارې ته ورکړل شوې دي.

د دې ضلعې د صحت محکمې مشر افسر ډاکټر حيات اپريدی دا حکومتي اقدام ستايي او وايي چې د سیمې د خلکو د درملنې چارې د پخوا په پرتله ډېرې ښې شوې دي.

((د مامد ګټ تحصيل هسپتال د مرف په نوم يوې ادارې ته حواله شوی دی. صحي خدمات تر پخوا ډېر ښه شوي دي. څلور متخصص ډاکټران راغلي دي، ۱۰ عام ډاکټران هم ورسره دي، ۲۴ ساعته بېړني خدمات ورکول کېږي او د ورځنيو او پي ډي ګانو چارې هم ښې شوې دي. له حکومته مو دا هيله ده چې د ضلعې په نورو سرکاري روغتونونو کې به هم د ډاکترانو د کمي مساله حل کړي.))

د لکړو يو اوسېدونکی فضل ودود ساپی د دوی په هسپتال کې د صحت له نويو خدماتو خوښ دی، خو وايي چې حکومت د سيمې خلکو ته د درملو ورکولو خپله وعده هم بايد پوره کړي.

((مخکې مو اېم بي بي اېس ډاکتر هم نه لاره. اوس تکړه ډاکټران راغلي دي او د سيمې خلک ورته خوشاله دي. پر سرکونو مو د موټر ساېکلونو ټکرونه کېږې، همداراز د ماربلو په غرونو کې مو هم وخت نا وخته په حادثو کې کسان ژوبلېږي. د هغوی د بېړنۍ درملنې لپاره اوس بندوبست شته. يوه مساله چې حکومت يې بايد حل کړي، په هسپتال کې د درملو نه ملاوېدو هغه ده.))

له مومندو د تحريک انصاف په ټکټ قامي اسمبلۍ ته منتحب شوي ساجد مومند د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د لکړو او شاوخوا سيمو ترڅنګ له باجوړه هم خلک خپل ناروغان د معياري او وړيا درملنې لپاره د مامد ګټ هسپتال ته وروړي.

((خلک فکر کوي چې له دوی به د نورو شخصي هسپتالونو په څېر پيسې اخيستل کېږي. داسې بلکل نه ده. د مامد ګټ هسپتال خلکو ته ډېر خير رسوي. د شاوخوا علاقو څه کوې چې له غلنۍ او باجوړ ورته ناروغان راځي. زه وايم چې د سيمې نور هسپتالونه هم بايد له غير سرکاري ادارو سره په شريکه وچلول شي چې د خلکو د صحت مسالې حل شي.))

خو د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند يو غړی نثار مومند وايي، حکومت بايد د قبايلی ضلعو د پرمختيا هغه ټولې وعدې پوره کړي چې په صوبه کې د هغوی د شاملولو پر وخت يې کړې وې.

نوموړی د خپلې سيمې غريب خلک له هغې ورځې وېروي چې په خبره يې، په مامد ګټ هسپتال کې به د علاج په نوم ترې پنډونه روپۍ اخيستل کېږي.

((زموږ د خلکو روزګار نشته، د بچيو يې د تعليم کار خراب دی، انفراسټرکچر نه لرو. په مامد ګټ روغتون کې دا مهال علاج مفت دی. انتظاميه غواړي چې خلک په دې طريقه ځانته رامات کړي. خو د غريب ولس کريکې به هغه وخت واورې چې کله ترې پيسې وغوښتل شي. ما ته د دې هسپتال اېم اېس ويلي دي چې له خلکو به پيسې اخلي. دا غريب خلک به يې له کومه کوي؟ دا د رياست زمه واري ده چې خپلو وګړو ته به د صحت او تعليم خدمات برابروي. زه افسوس کوم چې زما اېم اېن اې صيب نه دی خبر چې په هسپتال کې به يې له خلکو د شخصي کلينکونو په څېر پيسې اخيستل کېږي.))

خو د مومندو د صحت محکمې مشر افسر ډاکټر حيات اپرېدی دا اوازې بې ځايه بولي چې ګواکې څه موده وروسته به د غير سرکاري ادارو لخوا په چلول کېدونکو هسپتالونو کې له خلکو زياتې پيسې اخيستل کېږي.

د نوموړي په خبره، حکومت له هرې هغې غير سرکاري ادارې سره چې خپل يو هسپتال ورسپاري، درې کلن قرارداد لاسليکوي او هر درې مياشتې پس ورته د هغې د کارکردګۍ په بنياد پيسې اجرا کوي.

موږ هڅه وکړه چې په مومندو او جنوبي وزيرستان کې د حکومتي هسپتالونو چلوونکې ادارې “مرف “ له يوه استازي سره هم خبرې وکړو، خو بريالي نه شو.

د جنوبی وزيرستان د سروېکۍ ټرايبل سب ډويژن اسسټنټ کمېشنر اعجاز اختر له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې اټکل کېږي د دې ضلعې تر يو لک زياته ابادي به د صوبايي حکومت د صحت له نوي پروګرامه ګټه پورته کوي.

د نوموړي په خبره، په هسپتالونو کې د ګڼې ګوڼې زياتېدا به ځايي خلکو ته د روزګار موقعې په لاس ورکړي او د هغوی د ژوند معيار به ښه شي.

XS
SM
MD
LG