د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اروپا کې د کورونا واکسینولو پراخ پروګرام پیل شو


د یونان اتېنز کې یوې مېرمنې ته د کورونا واکسین لګېږي
د یونان اتېنز کې یوې مېرمنې ته د کورونا واکسین لګېږي

په اروپايي هېوادونو کې د کورونا واکسینولو پراخ پروګرام د دسمبر پر ۲۷مه نېټه (پرون یکشنبه) پیل شو.

په اکثرو اروپایي هېوادونو کې لومړی زاړه کسان واکسینېږي.

د فایزر او بیو اېنټېک کمپنیو د کورونا واکسین چې شاوخوا یوه میاشت کې به هر چا ته دوه ځلې ورکول کېږي، د شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې هېوادونو ته رسېدلی وو.

په چک جمهوریت کې د دې هېواد وزیر اعظم اندرې بابیش لومړی کس و چې د پلازمېنې پراګ په پوځي روغتون کې واکسین شو.

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ به تر نهو میاشتو دې کمپېن ته دوام ورکړو، خو دا د واکسین له کمیت او لاسرسي سره تړلې مسئله ده. د واکسین لپاره به انلاین نوم‌لیکنه کېږي."

د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش
د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش

د سلواکیا ولسمشره زوزانا چاپوتووا او د بلغاریا د روغتیا وزیر کوستانتین انګیلو هم لومړني کسان ول چې په خپلو هېوادونو کې د ټلېږژني کېمرو مخ ته واکسین شول چې د کورونا واکسین پر اغېزمنیتا د ولس باور پوخ کړي.

د اروپايي ټولنې په ډېری هېوادونو کې دا واکسین لومړی هغو کسانو ته ورکول کېږي چې کمزوري دي.

د دې ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو د ډسمبر ۲۷مه د «V-Day» په نوم یاده کړې ده.

د ایټالیا په ګډون چې د کوروناد وبا په پیل کې یې سختې ورځې ولیدلې، په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې هم د دې واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د اروپایي ټولنې غړو دا ورځ د بري د ورځې په نوم یاده کړې ده.

د ایتالیا وزیر اعظم جوزېپې کونتې په یوه ټویټ کې ولیکل چې دا ورځ به زموږ په تاریخ کې د تل لپاره ثبت شي.

ایتالیا کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتون او ډاکتران
ایتالیا کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتون او ډاکتران

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین په جرمني کې وویل، نن ورځ د اروپا د بري کیسه پیلېږي. هغې زیاته کړه نن ورځ به په زرګونه انسټټیټونه او څېړونکي سره په تماس کې وي چې په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې ولیدل شي چې دغه واکسین څه ډول عمل کوي.

سیاستوال او څېړونکي دغه‌راز خبرداری ورکوي چې دا به څو میاشتې وخت ونیسي چې د کورونا واکسین ټولو ته ورسېږي. دوی همدا شان له خلکو غواړي چې مولونه (ماسکونه) وهي، بدني واټن وساتي او خپل لاسونه بیا بیا په صابون ووینځي.

اروپایي کمېسیون ویلي چې د واکسینونو د څه باندې دوو میلیارد خوراکونه (اورونه یا ډوزه) د پېرلو ټېکه یې له یو څو کمپنیو ته ورکړې ده.

تمه ده چې د اروپایي ټولنې روغتیاچارواکي د جنوري په شپږمه د موډرنا کمپنۍ جوړ واکسین هم ومني. د دغه واکسین اغېزمنتیا هم د کورونا پروړاندې په ۱۰۰ کې څه باندې ۹۰ ښودل شوی دی.

د مودرنا شرکت کرونا ویروس ضد واکسین
د مودرنا شرکت کرونا ویروس ضد واکسین

د اروپايي ټولنې په غړو کې تر ۱۶ ملیون زیات وګړي 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ وهلي دي او ۳۳۶ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG