د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: تعليمي کال ګډوډۍ سره مخامخ کړی


د سکول د ماشومانو پر بوټانو د مېکروب ضد سپری کېږي
د سکول د ماشومانو پر بوټانو د مېکروب ضد سپری کېږي

پاکستان کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۷مه د کورونا لومړی کیس مخې ته راغلی و.

له هغې وروسته د پاکستان حکومت په مارچ میاشت کې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په ټول ملک کې تعلیمي ادارې وتړلې چې څه نا څه شپږ میاشتې یې دوام وکړ.

په سېپټمبر میاشت کې دغه تعلیمي ادارې په مشروط ډول بیا پرانېستل شوې خو دا چې پاکستان کې هم د کورونا وبا دوهمه څپه راغلې نو حکومت تر دوو نورو میاشتو پورې یو وارې بیا تعلیمي ادارې تړلې دي.

د ماشومانو کورنۍ او د تعلیمي چارو پوهان وايي، د ماشومانو تعلیمي کال د کورونا له وجې د ګډوډۍ ښکار شو او دا چې بغیر له ازموینې هغوی نورو صنفو ته کامیاب کړل شوي نو له وجې یې د هغوی پر تعلیم زیات اثر پرېوتی دی.

د خیبر پښتونخوا د سرکاري سکولونو د ټولنې مشر عزیز الله خان وايي، حکومت که څه هم د دې لپاره چې د ماشومانو وخت ضایع نه شي نو د ان لاین کلاسونو پرېکړه یې هم کړې وه خو داسې نه ښکاري چې ټولو ماشومانو به له دې ګټه پورته کړې وي.

په یاده صوبه کې د شخصي سکولونو د ټولنې مرستیال مشر جاوید خان هم وايي چې ان لاین سکولونو د ګټې په ځای ماشومانو ته تاوان رسولی دی.

د پېښور په یو شخصي سکول کې ښوونکې نازیه ګل وايي، دا چې ماشومان د زیاتو رخصتیو او ارام سره عادت شول نو د استادانو خواري ورسره یو په دوه شوې ده. نوموړې وايي، ماشومان چې څنګه زده کړې په کلاسونو کې کوي، هغسې ان لاین نه شي کولی.

د خیبر پښتونخوا مدرسې هم د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې تر څه مودې پورې تړل شوې وې خو اوس بیرته پرانیستل شوې دې.

XS
SM
MD
LG