د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان مشران وايي، د هغوی پر ځمکو د قبضې هڅې روانې دي


Locator Quetta Map Pashto
Locator Quetta Map Pashto

د بلوچستان سیاسي او قامي مشرانو د هغوی پر ځمکو د کورونو جوړولو د ځینو پروژو په غبرګون خپل غږ پورته کړی دی.

هغوی د ډېسېمبر پر ۲۵مه په کوټې پریس کلب کې خبري غونډه درلوده چې پکې له حکومته غوښتنه وشوه چې د دا ډول پروژو مخه دې ونیسي.

یو ځايي مشر یوسف کاکړ له خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، له تېرو څو کلونو راهېسې په منظم ډول له ژوبه نیولې تر ګوادره پورې د ځايي خلکو پر جایدادونو د شخصي ډلو لخوا د قبضو کولو لړۍ روانه ده.

نوموړي وړاندې وویل:"که حکومت زموږ پر ځمکو سکولونه یا هسپتالونه جوړولای نو موږ به ورته خپلې زمکې ورکړې وای خو دا چې هغوی پرې شخصي هاوسینګ سکیمونه جوړوي او د هغو په بدل کې پیسې هم نه راکوي نو دا خبره موږ ته د منلو وړ نه ده."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر عبدالرحیم زیارتوال مشال راډیو ته وویل، په ډیفینس هاوسنګ اتارټي نومې پروژه کې چې کومه ځمکه کارول کېږي، ځايي خلکو یې اجازه نه ده ورکړې. نوموړی وايي، ډي اېچ ای، دا حق نه لري چې د چا ځمکه په زوره ونیسي. هغه وايي، یاده اداره به کوشش کوي چې په قانوني لار دغه مزکې ترلاسه کړي خو پکار ده چې د زمکې د اصلي مالکانو سره تماس ونیسي، کوم چې ځايي خلک دي.

د بلوچستان های کورټ د ډېسېمبر پر ۱۷مه، د ډیفینس هاوسینګ سوسایټۍ ځیني شقونه د ایین سره په ټکر کې بللي وو. عدالت ویلي وو، یواځې صوبايي او مرکزي حکومتونه د ولس په ګټه د کورونو جوړولو پروژې پر مخ وړلی شي خو یوې سرکاري ادارې ته د کورونو جوړولو اجازه نشي ورکولی.

د یادونې وړ ده چې د کوټې د ډیفینس هاوسینګ سوسایټۍ ایکټ د ۲۰۱۵ز کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د بلوچستان اسمبلۍ پاس کړی و. هغه مهال په صوبه کې د پښتنو او بلوڅو ملتپالو ګډ حکومت و. د ډاکټر مالک بلوڅ په کابینه کې د نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او د مسلم لیګ (ن) ګوند کسان په کابینه کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG