د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانسه او جاپان کې هم د کورونا وایرس نوی قسم موندل شوی


د کورونا وایرس نوې بڼه
د کورونا وایرس نوې بڼه

د کورونا وايرس د نوي قسم کېسونه د روانې اوونۍ په پیل کې، په برتانيا کې مخې ته راغلل چې له وجې يې دغه هېواد د ټولبند او د نړیوال سفرونو له محدودیتونه سره مخامخ شو.

د فرانسې د عامې روغتیا ادارې په یوه بیان کې وویل چې د ډېسېمبر پر ۲۵مه، په برتانيا کې د میشت یو فرانسوي تن د کورونا وايرس نوي قسم ټيسټ مثبت راغلی.د چارواکو په وینا، هغه هېڅ ډول نخښې نه لري او ځان يې له نورو ګوښه کړی دی.

یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو هم د کورونا وايرس د نوي قسم پېښې راپور کړي دي. د کورونا وایرس نوې بڼه د اصلي قسم په نسبت زيات خپرېدونکې ده خو ډېره وژونکې نه ده.

د جاپان د روغتیا وزیر ویلي چې د ناروغۍ له تصدیق کېدو وروسته پنځه تنه قرنطین شوي. دغه پنځه واړه کسان مخکې له دې چې جاپان پر برتانیې عارضي سفري بنديز ولګوي، هغه هېواد ته رسیدلي وو.

په برتانيا کې د کورونا وايرس نوي قسم د څرګندیدو اعلان سره د نړۍ هېوادونو هغه ملک ته پروازونه وځنډول.

فرانسې له بريتانيا څخه د ټولو مسافرو او مال وړونکو الوتکو پر سفر بنديز ولګوو. د دې بنديز له وجې د بريتانېې پر ډوور dover بندر ټرافيکي ستونزې رامنځته کړې.

فرانسې دا پوله پرانستې ده خو له هر هغه چا څخه چې له برتانیې نه هلته ورځي، غوښتنه کوي چې د کورونا وايرس نوي قسم ټیسټ وکړي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۲۶مې په ټوله نړۍ کې ۷۹،۸۶۴،۶۴۸ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۷۵۰،۹۰۷ ته رسېدلی دی. خو ۴۵،۰۱۹،۲۵۷ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG