د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د خبریال ډینییل پرل د وژنې قضیه کې د څلورو کسانو خوشې کولو امر وکړ


ډینییل پرل په ۲۰۰۲ز کال کې په کراچۍ کې تښتول شوی او بیا وژل شوی وو - د ارشیف انځور.
ډینییل پرل په ۲۰۰۲ز کال کې په کراچۍ کې تښتول شوی او بیا وژل شوی وو - د ارشیف انځور.

د سيند های کورټ د امریکايي خبریال ډینيیل پرل د وژنې په قضیه کې د بندي څلور ملزمانو د خوشې کولو امر کړی.

د سيند های کورټ د دوه کسیزه ججانو بنچ د ډېسېمبر پر ۲۴مه په فیصله کې البته ویلي چې حکومت دې د څلورو کسانو احمد عمر سعید شیخ، فهد نسیم، سید سلیمان ثاقب او محمد عادل نومونه د ممنوع الخروج کسانو یا اېګزېټ کنټرول په لېسټ کې واچوي.

په پاکستان کې یوه عدالت شیخ ته د وال سټریټ ژورنال خبریال پرل د تښتونې او وژنې په قضیه کې د مرګ او پاتې درو کسانو ته یې د عمر قید سزاګانې اورولې وې خو د هغوی وکیل یې پر ضد په های کورټ کې درخواست دایر کړی وو.

د سیند های کورټ په اپرېل کې د څلور واړو د سزاګانو ختمولو او خوشې کولو امر کړی وو.

خو صوبايي حکومت عامه نظم ته د خطر پر اساس د هغوی د بندي ساتلو امر وکړ. د پاکستان وفاقي حکومت هم د سیند د حکومت امر تایید کړ او له هغه وخت راهیسې یې حکومت د بند موده د درو میاشتو لپاره غځوله.

د سیند های کورټ د قضیې تر اورېدنې وروسته د ډېسېمبر پر ۲۴مه د حکومت امر ناقانونه عمل وباله او ویې ویل چې شیخ او نور کسان دې خوشې شي.

د ادعا ترمخه خالد شيخ محمد د ډينیيل پرل په وژنه ښکېل وو
د ادعا ترمخه خالد شيخ محمد د ډينیيل پرل په وژنه ښکېل وو

د شیخ او نورو کسانو وکیل ندیم رسنیو ته وویل عدالت په خپل امر کې يوازې دا خبره وکړه چې دغه کسان به هر ځل سپریم کورټ ته د قضیې په اورېدنه کې حاضرېږي.

د سیند های کورټ دا فیصله پر داسې مهال کړې چې د پاکستان سپریم کورټ د سېپټېمبر په پای کې د دې کسانو د خوشې کولو پر ضد د پرل د مور او پلار درخواست منظور کړ او د ډېسېمبر په پیل کې یې د قضيې اورېدنې پیل کړې.

نديم زیاته کړه، د سیند تر ټولو لوړ عدالت د دغو کسانو د بندي ساتلو په اړه د سیند د حکومت ټولې حکمنامې وځنډولې.

۳۸ کلن ډينيیل پرل په ۲۰۰۲ز کې په کراچۍ کې ورک شوی وو او بیا یې یو میاشت وروسته مړی موندل شوی وو.

په ۲۰۱۱ز کال کې د واشنګټن په جارجټاون پوهنتون کې د "پرل پروژې" په نوم په یوه څېړنیز رپورټ کې دعوه شوې وه چې د پرل د مړینې په قضیه کې ناسمو کسانو ته سزاګانې اورول شوي.

په څېړنه کې دا دعوه هم شوې وه چې پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر د بریدونو مشکوک پلانوونکي خالد شیخ محمد اصلاً پرل وژلی وو.

محمد په ۲۰۰۳ز کال کې په پاکستان کې نیول شوی وو او اوسمهال په کیوبا کې د امریکا په ګوانتانامو بې زندان کې بندي دی.

محمد په ۲۰۰۳ز کال کې په پاکستان کې نیول شوی وو او اوسمهال په کیوبا کې د امریکا په ګوانتانامو بې زندان کې بندي دی.

ټاکل شوې چې سپریم کورټ د جنورۍ پر پينځمه د پرل د قضیې اورېدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG