د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اټومي تړون کې د امریکا بیا ورګډېدو هڅې


د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان غونډه ( انځور له ارشیفه)
د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان غونډه ( انځور له ارشیفه)

د ایران په اټومي تړون کې شاملو پاتې غاړو ویلي چې دوی دې تړون ته د امریکا د ممکنه ستنېدو لپاره تیاري کوي.

دا خبره د جرمني، فرانس، برتانیا، چین، روس او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو تر یو انلان غونډې وروسته په شریک بیان کې کړې ده.

دوی ویلي، تیار دي چې په مثبته توګه دې تړون ته د امریکا ستنېدو ته لاره هواره کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي، دی به هڅه کوي چې بیرته په دې تړون کې شامل شي.

دا تړون په ۲۰۱۵ز کال کې هغه مهال شوی وو چې دی د امریکا مرستیال ولسمشر وو.

خو اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې امریکا له دې تړون څخه واېسته او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG