د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی محمد شېر مسید نیولی


پولیسو په کراچۍ کې د ډېسېمبر پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې وروسته د غورځنګ پر یو شمېر مخکښانو او غړو پرچه دایره کړې وه.
پولیسو په کراچۍ کې د ډېسېمبر پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې وروسته د غورځنګ پر یو شمېر مخکښانو او غړو پرچه دایره کړې وه.

د کراچۍ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو بل غړی محمد شېر مسید هم ګرفتار کړی دی.

نوموړی د ډېسېمبر پر شپږمه په ښار کې د پي ټي اېم د جلسې له جوړوونکو څخه یو وو.

د کراچۍ د پولیسو یوه چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۱مه د نوم نه ښودو په شرط د مسید د ګرفتارۍ تصدیق کړی.

د غورځنګ یو غړي محمد الله د ډېسېمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې پولیس د ډېسېمبر ۲۰مې شاوخوا ۱۱ بجې د مسید کور ته ورغلل او هغه یې له ځانه سره یووړ.

د نوموړي نوم هم په هغه مقدمه کې دی چې پولیسو د ډېسېمبر شپږمې تر جلسې وروسته د غورځنګ ځينو مشرانو پر ضد دایره کړې وه.

د همدې پرچې (اېف ای ار) پر اساس د پېښور پولیسو د غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلی غړی علي وزیر ونیو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپاره.

وزیر د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو او قاضي نوموړی د پلټنو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره.

پر نوموړي د ریاست خلاف د وینا تور دی چې غورځنګ یې ردوي.

د ډېسېمبر پر ۱۸مه د غورځنګ زرګونه پلویانو او غړو د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د وزیر د ګرفتارۍ ضد مظاهرې وکړې.

پر هم هغه ورځ په کراچۍ کې تر احتجاج وروسته پولیسو د پي ټي اېم یو بل مخکښ نور الله ترین هم ګرفتار کړ.

د ډېسېمبر پر ۲۰مه پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو په جانیخېلو کې د جلسې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې علي وزیر او نور ګرفتار کسان ژر تر ژره خوشې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG