د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت اپوزېشن ته خواست کړی چې د کورونا مخنیوي لپاره جلسې وځنډوي 


د بلوچستان په اسمبلۍ کې زیات کړي د بلوچستان عوامي ګوند دي کوم چې په مرکز کې د واکمن تحریک انصاف اتحادي دی. 
د بلوچستان په اسمبلۍ کې زیات کړي د بلوچستان عوامي ګوند دي کوم چې په مرکز کې د واکمن تحریک انصاف اتحادي دی. 

د بلوچستان صوبايي حکومت پر اپوزیشن ګوندونو غږ کړی چې د کورونا وايرس ناروغۍ مخنيوي لپاره دې ټاکل شوې جلسي وځنډوي.

د صوبايي حکومت وياند لياقت شاهواني د دسمبر پر ۱۹مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې د اپوزشن ګوندونو تر جلسه وروسته په صوبه کې د کورونا وايرس ناروغي زیاته شوې وه.

نوموړي له اپوزشن ګوندونو خواست وکړ چې تر درېو مياشتو په صوبه کې اعلان کړې جلسې وځنډوي.

د ده په خبره په لورلايي او خضدار کې اپوزشن جلسې کوي نو هلته د کورونا وايرس کيسونو کې د زياتوالي خطر دی.

خو په بلوچستان کې د اپوزشن ګوندونه د حکومت دا خبره ردوی او وايي، حکومت د ولس له طاقته ويريدلی دی.

د جمعيت علما اسلام ف ډلې صوبايي‌ مشر مولانا عبدالوسع مشال راډيو ته وويل چې د جلسو پرمهال به لارښوونې عملي کوي.

دا په داسي حال کې ده چې د اپوزشن ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک د حکومت پرضد په ټول ملک کې جلسو ته دوام ورکړی دی.

پاکستان جمهوري تحریک یو پلو مرکزي جلسې کوي‌ او بل پلو یې د دسمبر پر ۱۳مه په لاهور کې تر کړې جلسه وروسته سیمه ییزې جلسې هم اعلان کړې دي.

د لاهور په جلسه کې د تحریک مشرانو اعلان وکړ چې د عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره به د جنورۍ په پای یا د فرورۍ په پیل کې اسلام اباد ته لاریون کوي.

د تحریک مشران وايي چې د دې لپاره یې د ولس خبرولو لو تیارولو په مخه د صوبو او ضلعو په کچه د جلسو تابیا کړې ده.

د پاکستان جمهوري تحریک له خوا تر اوسه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې سیمه ییزې جلسې اعلان شوې دي.

مرکزي او صوبايي حکومت وايي اپوزېشن ګوندونه باید د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره د صحت څانګې لارښوونو ته په پام د جلسو لړۍ ودروي.

خو اپوزېشن ګوندونه وايي چې حکومت اوس د دوی له تحریک څخه وېرېدلی دی او غواړي چې د کورونا وایرس ناروغۍ په پلمه د دوی تحریک ناکامه کړي.

د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو.

دا تحریک په یوه خوله دریځ لري چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی او دوی یې نه مني.

یاد تحریک غوښتنه کوي چې عمران خان دې زر تر زره استعفا وکړي او په ملک کې دې داسې شفاف انتخابات وشي چې د دوی په وینا د پوځ او جاسوسي ادارو هیڅ رول پکې نه وي.

دوی تور پورې کوي چې د پاکستان پوځي او د جاسوسي‌ ادارو چارواکو د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې د دې لپاره درغلۍ کړې وې چې عمران خان واک ته ورسوي.

خو پوځ او حکومت دواړه دا تور ردوي. پوځ وايي‌ اپوزېشن ګوندونه دې ملکي امنیتي ادارې په داسې توګه په سیاسي چارو کې نه ښکېلوي.

د عمران خان په مشرۍ حکومت وايي ، د اپوزېشن ګوندونه یوازې د دې لپاره سره یو شوي دي‌ چې په تېرو وختونو کې کړې خپلې درغلۍ پټې کړي.

XS
SM
MD
LG