د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې پنځه ماشومان کورونا وهلي‌ دي


د پېښور په ماشومانو کې د کورونا وایرس ناروغۍ پخلی په داسې وخت کې شوی دی چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم دا ناروغي یو ځل بیا زیاته شوې ده.
د پېښور په ماشومانو کې د کورونا وایرس ناروغۍ پخلی په داسې وخت کې شوی دی چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم دا ناروغي یو ځل بیا زیاته شوې ده.

په خيبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس ناروغۍ پنځه ماشومان وهلي چې یوه پکې مړ شوی او څلور تر درملنه لاندې دي.

دا ماشومان د پېښور د بېلا بېلو سیمو دي‌ او عمرونه یې تر پنځو کالو کم دي.

د پيښور د خيبر ټيچنګ روغتون وياند فرهاد خان د دسمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته پخلی وکړ چې د دوی روغتون ته پنځه ماشومان وروړل شوي چې په کورونا اخته وو.

ده وویل چې په لومړي ځل په دومره ماشومانو کې د کورونا وایرس ناروغۍ پخلی شوی دی.

دا تر اوسه نده څرګنده چې دې ماشومانو ته کورونا وایرس ناروغي‌ څنګه او له چا لګېدلې ده.

فرهاد خان وویل چې د ماشونانو د کورنیو غړي په دې اړه هیڅ نه وايي چې ماشومانو ته یې دا ناروغي څنګه لګېدلې ده.

ده زیاته کړه چې د خلکو د داسې چلند له کبله د دې وېره ډېره وي چې دا ناروغي به لا نورو کسانو ته هم ولګېږي.

د کورونا وایرس ناورغۍ له خپرېدو راهسې ویل کېده چې ماشومانو ته د دې ناروغۍ د لګېده کچه ډېره کمه ده.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس ناروغۍ د مخنیوي پروګرام ویاند ډاکټر اکرام الله مشال راډیو ته وویل چې د ماشومانو مدافعتي نظام د حفاظتي ټیکو له کبله او هسې هم غوره وي نو کورونا وایرس ناروغي پر دوی ډېر اغېز نه کوي.

خو ډاکټر اکرام الله وویل چې ماشومانو نورو کسانو ته د کورونا وایرس ناروغۍ د انتقال سبب ګرځېدای شي.

د پېښور په ماشومانو کې د کورونا وایرس ناروغۍ پخلی په داسې وخت کې شوی دی چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم دا ناروغي یو ځل بیا زیاته شوې ده.

د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼه لیکي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دې ناروغۍ په ټول ملک کې تر ۲۵۰۰ زیات کسان نیولي دي.

د ویب پاڼه په وینا په هم دې دوران کې لږ تر لږه ۸۰ کسان نور ورڅخه مړ شوي هم دي چې ۱۵ پکې د خیبر پښتونخوا دي.

XS
SM
MD
LG