د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم تر مارچ وړاندې د سېنېټ ټاکنې رد کړې


د سېنېټ چېرمېن صادق سنجراڼی د ولسمشر ټاکلو لپاره د رای ورکولو پر مهال. تصویر له ارشیفه
د سېنېټ چېرمېن صادق سنجراڼی د ولسمشر ټاکلو لپاره د رای ورکولو پر مهال. تصویر له ارشیفه

پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د حکومت هغه فیصله رد کړې ده چې ویلي یې ول، د سېنېټ انتخابات به تر راتلونکې مارچ میاشتې وړاندې کوي او د لاس اوچتولو له لارې به ټاکنې کېږي.

د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو د اتحاد پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان د زیارت په ورځ د پنجاب په بهاولپور کې خبریالانو ته وویل، د حکومت دغه پرېکړه نه مني ځکه چې سېنېټ په پارلیماني چارو کې مهم رول لوبوي او د حکومت اوسنۍ پرېکړه به یې لانجمن کړي.

مولانا فضل الرحمان وویل، سپریم کورټ د ایین بدلولو اختیار نه لري. د نوموړي په وینا دا ممکنه نه ده چې د لاس په اوچتولو دې د سېنېټ انتخابات وشي.

د پاکستان اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د دسمبر پر ۱۵مه ویلي وو، حکومت یې پرېکړه کړې ده چې د سېنېټ په انتخاباتو کې بدلون راولي. حکومت وايي دا کار په پیسو د سېنېټ چوکیو د خرڅلاو مخنیوي لپاره کوي.

په پاکستان کې د سېنېټ غړو شمېر ۱۰۴ دی او هر درې کاله پس د ۵۲ غړو ټاکنه کېږي چې هغه بیا شپږ کاله پر دې څوکۍ پاته کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG