د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني او ډېبرا لاینز د تاوتریخوالي پر ختمېدو غږېدلي


د ولسمشر غني او دیبورا لانیز لیدنه
د ولسمشر غني او دیبورا لانیز لیدنه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز سره د تاوتریخوالي پر ختمېدو او د اوربند پر ټینګېدو غږېدلي.

د ولسمشر دفتر د ډېسېمبر پر۱۵مه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو مشرانو پرون په ارګ کې د کتنې پر مهال د کورونا وایرس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې" د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د مرستو په کارونو هم خبرې وکړې".

ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي، حکومت ته په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی د منلو وړ نه دی.

بلخوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن ویلي، روانه اوونۍ په هدفي وژنو کې ۱۰ افغانان وژل شوي دي.

وېلسن د کابل د مرستیال والي محبوب اله محبي وژل کېدو ته په اشاره په یوه ټویټ کې ویلي، دا ډول بې مفهومه حملې باید ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده د ډېسېمبر پر ۱۵مه سهار ۰۹:۴۰ دقیقې د څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د مرستیال والي پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه شوې وه چې په پایله کې یې محبوب‌الله محبي له خپل سکرېټري سره ووژل شو.

XS
SM
MD
LG