د کابل د والي مرستیال محبوبالله محبي نن په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سې شنبې سهار ۰۹:۴۰ دقیقې د څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د مرستیال والي پر لنډکروزر موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې محبوبالله محبي له خپل سکرېټري سره وژل شوی دی.
دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې پېښه کې د محبي دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت دا د ترهګرو ډلو کار بللی، خو ښکاره یې پر هېڅ یوې ډلې ته ګوته نه ده نیولې.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې نن سهار شپږ نیمې بجې هم د کابل د ۱۲مې ناحیې په بت خاک سیمه کې وسلهوالو پر پولیسو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.