د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍکې پر رېنجرو د لاسي بم برید، څلور تنه ژوبل


کراچۍ: بم خونساکوونکې ډلې پر یوه ګاډي نښلولی مقناطیسي بم ناکاره کړ. ۲۰۲۰، ۱۵ دسمبر
کراچۍ: بم خونساکوونکې ډلې پر یوه ګاډي نښلولی مقناطیسي بم ناکاره کړ. ۲۰۲۰، ۱۵ دسمبر

کراچۍ پوليس وايي، په دغه ښار کې د رېنجرز ځواک پر یوه ګزمه په لاسي بمي برید کې دوه عسکر او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د کراچۍ ښار د ختيزې ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) ساجد سدوزي له رسنیو سره په خبرو کې ویل، چې پېښه د کراچۍ پوهنتون د شیخ زید ګېټ سره نزدې رامنځ ته شوې ده چې پکې دوو تنو موټر سايکل سورو پر رېنجرز ځواک د لاسي بم برید وکړ.

اېس اېس پي سدوزۍ ويلي د پوهنتون له ګېټ سره نزدې لګېدلې سي سي ټي وي کېمرو ريکارډنګ يې اخستی او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

بلخوا د کراچۍ په جنوبي ضلع کې د بلاول هاوس نومې چورنګۍ سره نزدې د یوه چینايي وګړي پر ګاډي مقناطيس بم نښلول شوی وو. په دې پېښه کې هم د پولیس په وینا دووه تنو موټر سایکلو سورو پر ګادي بم نښلولی.

کراچۍ کې د ترهګرۍ مخنيوي څانګې مشر (اېس اېس پي) راجه عمر خطاب رسنیو ته ویلي چې پولیسو ته خبر ورکړل شو چې وروسته بم ناکاره کوونکو پر وخت بم ناکاره کړ.

هغه وویل په دغه اړه پلټنې پېل کړی شوي دي وروسته به يې نور تفصيلات شريک کړي.
پوليس افسر وويل دغه ګاډی په کلفټن کې د یوه چینايي وګړي د ریسټورانټ (چاينا ټاون) د کارکوونکی وو.

د راجه عمر خطاب په وېنا مخکې هم په کراچۍ کې د مقناطيسي الې له لارې چاودنو کې تر ډېره د مذهبي ډلو مشران او کارکنان په نښه کړل شوي دي.

د تازه پېښې زمه واري لا تراوسه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG