د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې نن د کویډ-۱۹ واکسین لګولو بهیر پیلېږي


امريکا کې د کورونا وایرس ناروغۍ واکسین لګولو بهیر د ډېسېمبر پر ۱۴مه پیلېږي.
امريکا کې د کورونا وایرس ناروغۍ واکسین لګولو بهیر د ډېسېمبر پر ۱۴مه پیلېږي.

په امریکا کې د ډېسېمبر له ۱۴مې څخه د کورونا وایرس ناروغۍ واکسینو لګولو بهیر پیلېږي.

د دې لپاره په ډېره پراخه کچه هلې ځلې روانې دي چې په لسګونه میلیونه خلکو ته دا واکسیني ستنې ولګوي.

په امریکا کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر درې لکو ته نېږدې شوی دی.

د امریکا د خوړو او دواګانو څار ادارې منظوري ورکړې ده چې د فایزر او بایواینټېک کمپنیو ګډ جوړ کړی واکسین دې له ۱۶ تر ۸۵ کالو عمر لرونکو ته دوه ځله ولګول شي.

نن په کووېډ-۱۹ واکسینو بار لومړي کانټینرونه د امریکا ۱۵۴ روغتیايي مرکزونو ته رسېږي.

د دې لپاره د اتوار پر ورځ (پرون) د میشیګن د درمل جوړولو له یوې لویې کارخانې د واکسینو لارۍ د امریکا بېلابېلو ښارونو ته روانې شوې.

د فایزر کمپنۍ د واکسینونو لېږد، د امریکا په تاریخ کې د واکسینونو لېږد تر ټولو پراخ کمپاین ګڼل کېږي.

تمه ده په لومړیو کې د دغه واکسین درې میلیونه اوره (خوراک یا ډوزه) بېلابېلو سیمو ته ولېږدول شي او لومړیتوب هم روغتیايي کارکوونکو یا هم پوخ عمره کسانو ته ورکړل شي.

د کورونا وایرس واکسین د لېږدولو لپاره د بسته بندۍ پر مهال
د کورونا وایرس واکسین د لېږدولو لپاره د بسته بندۍ پر مهال

اټکل کېږي چې په نېږدې راتلونکې کې، په ځانګړي ډول د کرېسمس او د نوي زېږیز کال د جشنونو پر مهال په کورونا وایرس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي.

خو د کورونا وایرس ناروغۍ واکسین خبرونو، د وبا د مخنیوي لپاره خلکو ته یوه هیله ورکړې ده.

د فایزر او بایواېنټېک کمپنیو واکسین
د فایزر او بایواېنټېک کمپنیو واکسین

د دغه واکسین په میلیونونو اوره (خوراکه، دوزه) د حرارت په منفي ۹۴ سینټيګرېډه درجه کې په روغتونونو او نورو مرکزونو کې ساتل کېږي.

برتانیا تېره اوونۍ وویل، لومړنی هېواد دی چې خپلو خلکو ته د فایزر او بایو اینټیک شرکتونو د واکسینو ورکول پیلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG