د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسید مقدمې ګواهان یرغمال دي: اېډوکېټ صلاح الدین 


د نقیب مسید د وژنې پرضد د پښتونخوا تر څنګ د پاکستان په نورو برخو او د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې احتجاجونه شوي وو. 

برتانیا د سيند د پولیسو پر پخواني‌ افسر راو انوار له بشري حقونو د سرغړونې په تور کې بندیز لګولی دی.

د دې بندیز له مخې اوس راو انوار نشي کولای چې د برتانیا سفر وکړي او که په برتانيا کې شتمنۍ یا اثاثې لري نو هغه به هم کنګل شي.

برتانیا ویلي چې راو انور تر ۱۹۰ په زیاتو په داسې پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې د پښتون ځوان نقيب مسيد په ګډون تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي وو.

راو انوار او د هغه وکیل د برتانیا د بندېزونو په اړه د دې خبر تر خپرېدو څه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې وړاندې امریکا هم په ۲۰۱۹م کال کې راو انوار له بشري حقونو د سرغړونکو په نوملړ کې شامل کړی وو. راو انوار هغه تورونه رد کړي وو.

پر راو انوار د نورو تورونو تر څنګ په کراچۍ کې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۱۳مه د پښتون ځوان نقيب مسید د وژنې تور لګول شوی دی.

د پوليس خپلې پلټنيزې ډلې هم ويلي وو چې نقيب مسید د پوليسو په جعلي مقابله کې وژل شوی او بې ګناه وو.

راو انوار چې هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو، ادعا يې کړې وه چې څلور ترهګر يې د پوليس په مقابله کې وژلي دي.

د نقيب مسید پلار بيا د راو انوار او هغه سره پر نورو پوليسو مقدمه درج کړې وه.

دا وخت له راو انوار سره پر ۲۵ کسانو د کراچۍ په عدالتونو کې مقدمه روانه ده. راو انوار او څو نور کسان په ضمانت خوشي شوي، ځينې په جېل کې دي او څه پکې لا هم نه دي نیول شوي.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل صلاح الدين پهنور مشال راډیو ته وویل چې دا وخت د نقیب د وژنې په مقدمه کې په عدالت کې د ګواهانو وړاندې کولو اورېدنې کيږي.

نوموړي وویل چې په دې مقدمه کې چې بهرني څومره ګواهان وو هغوی خپل بيانونه عدالت ته سم ورکړي دي،

ده وویل، "په دې کې اوس مسله دا ده چې د دې پېښې کوم پوليس عېني ګواهان دي هغوی يرغمال يا ګېر کړل شوي دي چې څلور، پينځه ګواهان دي او دوی د خپلې خبرې نه په شا کړل شوي او خپل بيانونه یې بيرته اخستي دي."

د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې داسې تورونه هم لګول کیږي چې د دې پېښې ګواهانو ته دهړکې ورکول کيږي چې په عدالت کې د راو انوار او نوور پوليسو پرضد ګواهي ور نه کړي.

دغه خبره په وروستيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په کراچۍ کې جلسې ته د وینا پر مهال هم کړې وه.

منظور پښتین ویلي وو چې پښتون ژغورنې غورځنګ په دې مقدمه کې له ګواهانو سره ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG