د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنوال فاتو بینسوډاد ډېسېمبر پر ۱۱مه ویلي، د هغوی لومړنۍ پلټنې ښيي چې د اوکراین په جګړه کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو اټکل کېږي.
د لوی څارنوال په وینا د دغو لاس ته راوړنو له مخې به اوس په هاګ کې قاضیان د دې بشپړه پلټنه کوي.
د اوکراین په جګړه کې د جنګي جرمونو د امکان په اړه د شپږو کلونو له پلټنو وروسته د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنوال فاتو بینسوډا د ډېسېمبر پر ۱۱مه وویل، هغوی دا مهال معقول شواهد په لاس کې لري چې ترې جوتېږي په یاده جګړه کې جنګي جرمونه او د بشریت ضد جرمونه ترسره شوي دي.
روس په ۲۰۱۴ز کال کې په ناقانونه ډول د اوکراین کرایمییا سیمه خپله کړه چې په تعقیب یې په اوکراین کې د اروپا پلوو کسانو لخوا مظاهرې پیل شوې چې په نتیجه کې یې روس پلوه ولسمشر ویکټور یانېکو وېچ له واکه لرې شو.
روس همدا رنګه په ختیځ اوکراین کې د بیلتون پالو ملاتړ کوي او هلته له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په روانه جګړه کې له ۱۳ زرو زیات کسان وژل شوي دي.