د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیخ رشید د پاکستان کورنیو چارو وزیر وټاکل شو


شیخ رشید
شیخ رشید

وزیراعظم عمران خان د دسمبر پر ۱۱ مه په خپله وفاقي کابینه کې مهم بدلونونه اعلان کړي دي چې ترمخه یې شیخ رشید د کورنیو چارو وزیر ټاکلی او د رېلوې وزارت یې اعظم سواتي ته ورکړی دی.

د سرکاري راډیو د یو خبر له مخې وزیراعظم دا بدلونونه نن د جمعې په ورځ اعلان کړې دي.

د نوي بدلون له مخې یې د کورنیو چارو پخواني وزیر اعجاز شاه ته د نشيي توکو کنټرول وزارت ورکړی او عبدالحفیظ شېخ یې د خزانې وزیر ټاکلی دی.

حفیظ شیخ دې نه وړاندې د وزیراعظم عمران خان د مالي چارو د سلاکار په توګه کار کاوه.

دا په تېرو څه کم درېوو کلونو کې څلورم وار دی چې وزیر اعظم خپله وفاقي کابینه ترله اړوي.

په وفاقي کابینه کې دا نوی بدلون د اسلام اباد های کورټ له هغې فېصلې څو ورځې وروسته اعلان شو چې پکې عدالت ویلي ول د وزیراعظم غېر-منتخب خصوصي سلاکاران د حکومتي کمېټیو مشري نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG