د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سرکار خپلو وګړو ته د فایزر او بایو این ټیک واکیسن لګوي


بریتانیا کې د کورونا وایرس تطبیق.
بریتانیا کې د کورونا وایرس تطبیق.

د امریکا حکومت سلاکارانو یوې خپلواکې ډلې د فایزر او بایو این ټیک جرمن کمپنۍ په اشتراک جوړ د کورونا وایرس واکسین ورکول تایید کړي چې ورسره په بیړني توګه د دغه واکسینو د استعمال منظورۍ ته لار برابره شوه.

تمه کېږي چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه د سلاکارانو تر وړاندیز وروسته د امریکا د خوړو او دوایانو فېډرالي اداره (یف ډي اې) په راتلونکو ورځو کې د واکسینو د استعمال منظوري لاسلیک کړي.

د سلاکارانو حکومتي کمیټۍ د څلورو په مقابل کې ۱۷ د دغه واکسینو په حمایت کې رایې ورکړې او یو کس له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین
د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین

فایزز غوښتي چې دوه کرته لګېدونکی دغه واکسین دې له شپاړسو تر پنځه اتیا کلنو کسانو ته د ورکول کېدو منظوري ورکړل شي.

که ایف ډي اې د دغه واکسین منظوري ورکړي نو د روانې اونۍ تر پایه به په امریکا کې د کورونا وایرس واکسین ورکولو په لومړي خوراک سره د واکسینولو یو ستر کمپاین پیل کړل شي.

د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین
د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین

ښايي اول روغتیايي کارکوونکي او زاړه خلک واکسین کړل شي.

برتانیې روانه اونۍ د دې واکسینو ورکول پیل کړل او د ډېسېمبر پر نهمه کاناډا دویم هېواد شو چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د دې واکسینو منظوري یې ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG