د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سولې دواړه لوري دې هر اړخیز او دایمي اوربند وکړي: ناټو


په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د دغه سازمان بیرغ
په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د دغه سازمان بیرغ

ناټو د افغانستان د سولې په برخه کې د وروستیو هڅو په ستایلو سره له دواړو لورو غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښېږدي او د هر اړخیز او دایمي اوربند له لارې د یوه بریالي افغانستان په خاطر چې هم له ځان او هم له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې واوسي، مذاکره وکړي.

ناټو وايي، په ځانګړې توګه د طالبانو تاوتریخوالی د سولې بهیر ته زیان اړوي.

ناټو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې د مذاکراتو د طرزالعمل په اړه وروستی توافق او د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې د لومړۍ غونډې جوړېدل د سولې پر لور مهم ګامونه بللي دي.

دغه ائتلاف وايي چې سوله د افغانانو ښکاره او پراخه غوښتنه ده.

د ناټو په وینا، په ځانګړې توګه د طالبانو د حملو له کبله رامنځته شوي تاوتریخوالي د سولې بهیر ته زیان اړولی دی او دا تاوتریخوالی باید ژر تر ژره ودرول شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د سولې له پروسې د ناټو د ملاتړ هرکلی کړی دی او له افغانستان سره‌یې د دې ائتلاف اوږدمهاله ملاتړ ستایلی دی.

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

ناټو وايي، تر څلورو لسیزو جګړې او کړاو وروسته سیاسي حل لاره د افغانستان د سولې لپاره یوازنۍ هیله ده.

افغان حکومت بیا بیا پر اوربند ټينګار کړی او اوربند یې د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ټاکلی دی.

د افغان دولت د مذاکره‌چي ټيم یوه غړي نادر نادري تېره اوونۍ د دواړو ټيمونو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د چوکاټ پر سر تر توافق وروسته ازادي راډيو ته وویل چې په اصلي اجنډا کې به له مقابل لوري څخه د جمهوري افغانستان او افغانانو لومړۍ غوښتنه اوربند وي.

خو طالبانو مخکې ویلي چې اوربند د مذاکراتو پر مهال له بحث وړ موضوعاتو څخه یو دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د مذاکراتو دواړه لوري د سولې لپاره رښتینو هڅو ته ژمن دي.

ناټو هیله څرګندوي چې د مذکراتو په نتیجه کې به یوه داسې موافقه رامنځته شي چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د ښځو، کوچنیانو او اقلیتونو حقونه خوندي شي او تضمین به کړي چې افغانستان به یو ځل بیا د ترورېستانو په خوندي ځای نه‌بدلېږي.

ناټو او شریکانو یې له افغانستان سره د خپلو ژمنو ترڅنګ پر خلکو او امنیتي ځواکونو ټينګار کړی چې په دې هېواد کې د خپل حضور په اړه سلا مشورو ته دوام ورکوي او د اړتیا په صورت کې به د شرایطو په پام کې نیولو سره امکان ولري چې د سولې د بهیر د ملاتړ په خاطر خپل حضور تعدیل کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG