د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د هدفي بریدونو روانه لړۍ کې یوبل تن وژل شوی


د شمالي وزیرستان په همځونۍ سیمه کې د ډېسېمبر پر اتمه د نامالومو وسلوالو په ډزو کې یو ځایي تن وژل شوی دی.

چارواکي او د سيمې خلکو ویلي د میرامشا په همځونۍ کې نامالومو وسلوالو پر یوه ځایي تن ډزې کړې او له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

د سیمې پولیس وایي، د نامالو وسلوالو خلاف د پېښې اېف ای آر درج کړل شوی دی او پلټنې یې پېل کړي دي.

سږ کال دا په شمالي وزیرستان کې ۴۵مه هدفي پېښه ده چې پکې ځایي مشران او د سیمې اوسېدونکي د نامالومو وسلوالو لخوا په نښه شوي دي.

د سیمې خلکو بیا بیا احتجاجونه کړي او له حکومته یې د امنیت ټینګولو او د هدفي بریدونو د مخنیوي غوښتنې کړي دي.

بلخوا ځايي امنیتي چارواکي وايي، د سیمې د امنیت لپاره یې کوټلي اقدامات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG