د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا کې د کوویډ-۱۹ ضد واکسین ورکولو بهیر پیل شو


۹۰ کلنه مارګرېټ کینان لومړنی تن دی چې د کوویډ-۱۹ ضد واکسین یې ورته ولګولو
۹۰ کلنه مارګرېټ کینان لومړنی تن دی چې د کوویډ-۱۹ ضد واکسین یې ورته ولګولو

په برېتانیا کې د صحت چارواکو د ډيسېمبر پر ۸مه (نن) د کوويډ-۱۹ ضد واکسين خلکو ته ورکول پیل کړل، د واکسينو لومړی خوراک نن سهار وختي په هسپتالونو کې ورکړل شو او د پروګرام لومړي پړاو یې وي ډې (واکسين ورځ) سره وتړل شوه.

د فايزر او بايو ټيک تيار کړل شوی واکسين لومړني اته لاکه خوراکونه چې د کمپنيو په وينا د کوويډ-۱۹ پرضد ۹۵ فيصده موثره دي تر اتیا کالو زيات عمر لرونکو هغو کسانو ته چې روغتونو کې دي او يا يې له ډاکټرانو وختونه اخيستي او د دې تر څنګ طبي عملې ته به ورکول کېږي.

د برتانیا روغتیا چارواکو ولس ته د واکسين په ترلاسه کولو کې د زغم کولو ويلي دي ځکه چې په ړومبۍ مرحله کې به يادو خلکو ته واکسين ورکول کيږي او د واکسينو کم مقدار لوجې زياتره خلکو ته به تر راتلونکې کاله انتظار کول وي.

د انګلستان د قامي صحت سروس مشر سايمن اسټيونسن په برتانيا کې د واکسينو ړومبي خوراک ورکول د کورونا وايرس پرضد جنګ کې مهمه کاميابي ګرځولې ده.

د برتانیا حکومت د ډيسېمبر پر دويمه د فايزر او بايو ټيک ويکسين ورکولو پروژې په هنګامي توګه اجازه ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG