د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن جنرال لویډ اسټن دفاع وزارت ته نوموي


۶۷ کلن اسټن په ویسټ پواینټ کې د امریکا له پوځي اکیډمۍ څخه زده کړې ترلاسه کړي او ۴۱ کاله په پوځ کې پاتې شوی دی.
۶۷ کلن اسټن په ویسټ پواینټ کې د امریکا له پوځي اکیډمۍ څخه زده کړې ترلاسه کړي او ۴۱ کاله په پوځ کې پاتې شوی دی.

امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به ریټایرډ پوځي جنرال لویډ اسټن د دفاع وزیر په توګه ونوموي.

اسټن د عراق او افغانستان په جګړه کې دنده ترسره کړې او که نوموړی وټاکل شو نو هغه به د امریکا لومړۍ د دفاع وزیر وي چې افریقايي نژاده امریکنۍ به وي.

بایډن به د جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشرۍ دنده سنبال کړي. هغه تر فشار لاندی دی چی د خپلې کابینې لپاره لا زیات غړي له اقلیتونو نه وټاکي.

۶۷ کلن اسټن په ویسټ پواینټ کې د امریکا له پوځي اکیډمۍ څخه زده کړې ترلاسه کړي او ۴۱ کاله په پوځ کې پاتې شوی دی.

هغه په ۲۰۱۲ز کال کې لومړنۍ تور پوستې وو چې د پوځ مرستیال مشر وټاکل شو او بیا په ۲۰۱۶م کال کې تر ریټایرډ کېدو وړاندی یې د امریکا د مرکزي قومندی/ کمانډ مشري کوله. د دفاع وزیر د نومولو لپاره د امریکا د سینټ پخلې پکار وي.

د اسټین نومول چی یو مسلکي پوځي افسر دی، کېداۍ شي چې د کانګرس غړیو له مخالفت سره مخ شي ځکه هغوی باور لري چې د دفاع وزارت مشري باید دغیر پوځي کسانو په لاس کی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG