د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپينوام کې د امنیتي ادارو خلاف پرلت


سپینوام کې ځايي خلک په احتجاج راوتلي ول چې کورم تنګي ډېم کې یې دوی له کارونو ګوښه کړي. ۲۰۲۰، ۱۵ جولای
سپینوام کې ځايي خلک په احتجاج راوتلي ول چې کورم تنګي ډېم کې یې دوی له کارونو ګوښه کړي. ۲۰۲۰، ۱۵ جولای

د شمالي وزيرستان په سپین وام کې پښتون ژغورنه غورځنګ او ځايي وګړو د امنيتي ادارو له لوري پر کورونو د چاپو وهلو او د خلکو اوچتولو پرضد پرلت وهلی دی.

د اتوار په ورځ د سپین وام په چوک کې د پیل شوې درنې احتجاجیانو بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې امنيتي ادارې د طالب وسله والو د نيولو په نوم چاپې وهي او ځايي خلک اوچتوي.

دوی ادعا وکړه چې امنيتي ادارو شپږ ځايي کسان وړي وو چې پکې يې دوه خلاص کړي او څلور يې له ځان سره ساتلي دي.

يو ګډونوال حيات خان مشال راډیو ته وويل چې له ولسي انتظاميې سره يې خبرې روانې دي او د ده په خبره که يې نتيجه ورنکړه نو بيا ښايي احتجاج نورو سيمو ته وغځوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال ذکيم وزير مشال راډيو ته وويل چې که نيول شوي کسان ګناه ګار وي نو بايد عدالت ته وړاندې کړل شي.

نوموړي زياته کړه چې په هدفي وژنو کې لاس لرونکی يو کس هم نيول شوی نه دی. يوه امنيتی چارواکي د نوم نه ظاهرولو په شرط بېګاه مشال راډیو ته وويل چې دوی عام ولس نه ځوروي بلکې په سيمه کې د وسله والو ضد عمليات روان دي چې د ده په وينا ځينې وخت ورسره مرسته کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG