د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسې نظام جوړوو چې ټول پکې شامل وي: محب


حمدالله محب وویل ممکنه ده چې دوی په دې وتوانېږو چې یو داسې نظام رامنځته کړي چې ټول افغانان پکې ځان وویني.
حمدالله محب وویل ممکنه ده چې دوی په دې وتوانېږو چې یو داسې نظام رامنځته کړي چې ټول افغانان پکې ځان وویني.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، دوی داسې نظام رامنځته کوي چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې په کې شاملې وي.

حمدالله محب دا څرګندونې د دسمبر پر پنځمه ماښام مهال (د منځني ختیځ د ستونزو حل) په نوم کانفرانس ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي په بحرین کې جوړ شوي دې کنفرانس ته وویل چې له نوي نظام سره به داسې افغانستان رامنځته شي چې له ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي.

ده وویل،‌ "افغان حکومت له طالبانو سره خبرې کوي چې سیاسي حل لاره پیدا او طالبان په حکومت کې شامل کړي."

حمدالله محب وویل ممکنه ده چې دوی په دې وتوانېږو چې یو داسې نظام رامنځته کړي چې ټول افغانان پکې ځان وویني.

نوموړي که څه هم د جوړېدونکي نظام بشپړ څرنګوالی روښانه نه کړ خو له دې وړاندې دولت په جمهوري نظام او برعکس طالبانو بیا په "سوچه اسلامي" نظام ټینګار کړی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم د دسمبر پر پنځمه راډیو ته وویل چې د نظام د څرنګوالي په اړه خبرې له وخته مخکې دي خو د ده په وینا، "راتلونکی نظام بايد په اسلامي او ملي اساساتو بنا" وي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د افغان حکومت او طالب مرکچیانو ګډه کمیټه د دسمبر پر شپږمه د قطر په دوحه کې د ایجڼدا د جوړولو پر سر دویمه غونډه وکړي.

د افغان مرکچي پلاوي غړي نادر نادري او د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دواړو د دسمبر پر پنځمه ناوخته دا خبره کړې ده.

دې ګډې کاري کمیټۍ د دسمبر پر پنځمه لومړنۍ غونډه وکړه او د بین الافغاني خبرو د اصلي ایجنډا پر څرنګوالي او جوړولو یې خبرې وکړې.

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سپپټمبر په ۱۲مې يه دوحه کې غونډې روانې دي خو تر اوسه یې لا هم په رسمي توګه خبرې اترې نه دي پیل کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي.

امریکا اوسمهال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۴ نیم زرو ته را کم کړی او ټاکل شوې راتلونکې جنورۍ میاشته کې دا شمېر ۲ نیم زرو ته راټیټ کړي.

له افغانستانه په بیړه د امریکایي سرتېرو وتلو پر افغان دولت سربیره یو شمېر امریکایي سیاستوال هم اندیښمن کړي دي.

د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغه اقدام مخه ونیوله چې غوښتل یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ناببره کم کړي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې لوی درستیز وړمه ورځ وویل، دوی به دوه نیم زرو ته د خپلو سرتیرو له راکمولو وروسته افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې وساتي.

دا چې دا پوځي اډې به تر کومه وخته ساتي او که د اوږد وخت لپاره وي، د طالبانو او امریکا له هوکړې به سرغړونه نه وي؟، دا هغه پوښتنې دي چې مارک میلي ځواب کړي نه دي.

خو میلي ویلي، افغانستان کې د دوی د سرتېرو راتلونکی د امریکا د منتخب ولسمشر جوباید په پریکړه پورې اړه لري.

جو بایډن د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وو چې که بریالی شي نو افغانستان او عراق کې به دوه نیم دوه نیم زره سرتیري وساتي.

ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر جو بایډن به د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې د ولسمشر په توګه سوګند پورته او کار پیل کړي.

رپورټ: اسدالله لودین

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG