د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر خبریالان د داعي د وژلو قضیې څیړنه غواړي


خبریالان وايي، حکومت باید دا قضیه په جدیت سره وڅیړي او عاملین ولس ته په ډاګه کړي.
خبریالان وايي، حکومت باید دا قضیه په جدیت سره وڅیړي او عاملین ولس ته په ډاګه کړي.

د لوګر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، د ازادۍ راډیو خبریال محمدالیاس داعي له وژنې درې اوونۍ تیریږي، خو تر اوسه حکومتي چارواکو د دې پيښې په اړه د خپلو څېړنو پایلې رسنیو سره نه دي شریکې کړي.

دوی وايي، د داعي د وژنې د قضیې په څېړنه کې ځنډ انديښمن کړي او فکر کوي، چې ممکن دوی هم په خپلو رسنیزو فعالیتونو کې له ورته حالت سره مخامخ شي.

محمدالیاس داعي د نومبر پر ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو، چې د ده پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.

ازادي او مشال راډیوګانې د الیاس داعي پر وژنه غمجنې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

د ډېسېمبر پر څلورمه په لوګر کې د ملي پیوند راډیو د امتیاز خاوند او خبریال مطیع الله سرور مشال راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت وغوښتل، چې یاده پيښه په جدیت وڅيړي او پایلې دې له رسنیو او ولسونو سره شریکې کړي.

مطیع الله سرور زیاته کړه:"د دریوو اونیو په تیریدو سره د داعي صیب د شهادت په تړاو حکومت هیڅ وضاحت ورنکړ، څېړنه يې ونه کړه او پایله يې د داعي صیب د کورنۍ او د خبریالانو له بنسټونو سره شریکه نه کړه، دا حالت خبریالانو ته د انديښنې وړ ده او موږ له خپل کار نا امیده یو، کله چې کار کوو، فکر کوو، د داعي، نقشبندي او سیاووش له برخلیک سره به مخامخ شو."

د ذکي په نوم د لوګر یو خبریال وايي، الیاس داعي په ملي او نړیواله کچه د افغانانو یو رسا غږ وو او پدې ډول وژل کیدل يې افغانانو لپاره د زغم وړ نه دي.

دی زیاتوي، افغان حکومت باید دا قضیه په جدیت سره وڅیړي او عاملین ولس ته په ډاګه کړي.

په لوګر کې د ملي پیوند په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال حبیب الرحمان کاکړ بیا وايي، په ټوله کې خبریالان په افغانستان کې خوندیتوب نه لري او تل له خطر سره متوجه دي، چې ښه مثال يې الیاس داعي او نور خبریالان دي.

نوموړی زیاتوي، دا مساله باید روښانه شي، چې داعي چا وواژه او ولې يې وواژه.

په سویل ختیځ زون کې د سردارشفق په نوم یو بل ازاد خبریال وايي، چې حکومت د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلی او د الیاس داعي په ګډون د ډیریو وژل شویو خبریالانو پيښې پټې پاتې شوې دي.

شفق له افغان حکومت وغوښتل، چې د خبریالانو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.

په لوګر کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دا هم وویل، دوی به تر هغه د محمدالیاس داعي د وژنې د پيښو د څېړنې غوښتلو ته دوام ورکوی، چې افغان حکومت او اړوندې ادارې په دې اړه د خپلو اقداماتو او څېړنو پایلې په واضح ډول رسنیو او ولس سره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG