د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د عزیز ماما ۱۱م تلین غونډه وشوه


په بلوچستان کې د پښتون تحریک د یو مشر عزیزالله ماما ۱۱م تلین په کوټه کې ولمانځل شو چې پکې سیاسي مشرانو، مدني فعالانو او د هغه پلویانو ګډون وکړ.


د تلین غونډې تابیا عوامي نیشنل ګوند د ډېسېمبر پر درېیمه د کوټې په پریس کلب کې کړې وه.

د غونډې ویناوالو د عزیز ماما د کړو خدمتونو په زرینو ټکو کې یادونه وکړه او ځینو یې وویل، نوموړي له زده کړو حاصلولو وروسته د پښتون قام د حقونو او د خپلواکۍ د ګټلو لپاره خپل ژوند وقف کړی و.

عزیزماما د پښتون قام فکري سرلوړۍ لپاره مبارزه کوله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

د غونډې پر مهال ویناوالو همدا رنګه په اوسني وخت کې پښتنو ته د ورپېښو کشالو یادونه هم وکړه. په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند صدر اصغر خان اڅکزي وویل، نن سبا د پاکستان پوځي اسټبلېشمنټ د ملک په چارو کې مداخله کوي، کومه چې د منلو وړ نه ده. نوموړي وړاندې وویل، په زور کورونه نه شي چلېدای نو ملکونه به څنګه چلېږي؟

په سوات او پېښور کې د عبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00

د همدې ګوند یو بل مشر اسد خان اڅکزي وویل، حکومت دې د ورکو پښتنو مشرانو او فعالانو د موندلو لپاره خپلې هڅې پیل کړي.

د یادولو وړ ده چې عزیزماما په ۱۹۵۰ کال کې د توبه کاکړې په احمد خېلو کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. نوموړی د خدايي خدمتګار تحریک د مشر باچاخان له افکارو څخه زیات متاثره و.

هغه د ۲۰۰۹ کال د ډېسېمبر په درېیمه نېټه وفات شوی و.

XS
SM
MD
LG